دفاع وزارت :په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دملي اردو ۱۱ منسوبین وژل شوي دي

ددفاع وزارت ویاند ظاهر اعظمي دخپل ټویټر اکونټ له لوري څرګنده کړې ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دملي ادرو ۱۱ تنه منسوبین وژل شوي دي

دطالبانو له لوري دعزم په نامه دپيلو شویو عملیاتو را وروسته ددولتي ځواکونو په تلفاتو کې ډېر والی راغلی دی چې دګډ حکومت امنیتي چارواکي یې سخت وارخطا کړي دي

تېره ورځ دبلخ والي عطامحمد نور یې لویدیځي ورځپاڼي ته ویلي وو چې افغان امنیتي ځواکونه لاهم له وسلوالو سره دمقابلې جوګه نه دي او په وینا یې هوایي ځواک یې هم په نشت حساب دی

دامنیتي چارو کارپوهان په دې اند دي چې دافغان ځواکونو مخ په زیاتېدونکي تلفات او له وظیفو څخه یې تېښته هغه څه دي چې دحکومت امنیتي ستراتیژي تر سوال لاندي راولي

اعظمي دغه راز ویلي چې   ۱۰۰ تنه وسلوال مخالفین هم وژل شوي او ۹۶ تنه نور ژوبل شوي دي

طالبانو که څه هم دتازه دادعا په اړه څه نه دي ویلي خو ډېرځله طالبان دحکومتي چارواکو دا ډول څرګندوني یواځي دخپلو عسکرو دمورال دلوړولو او دهغوتبلیغاتو په معنی بولي چې په وینا یې هیڅ ګټه نه کوي

جاوید احمد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button