په ټولنیزو شبکو کې د اسلامپاله ځوانانو د رسنیز فعالیت مخه نیول کیږي.

لیکنه : حماد

 اسلامپاله ځوانان چې په ټولنیزو شبکو: ټویټر او فیسبوک کې د هیواد او ولس لپاره په ګړندي فعالیت بوخت دي، د هیواد د ازادۍ لپاره قلمي مبارزه کوي، د کابل پر حکومت وخت ناوخته نیوکې او انتقادونه کوي، ګوډاګۍ اداره یې بولي، د ډیموکراسۍ پر ضد نشرات کوي، له سیکولرانو سره په تونده جګړه بوخت دي، ځوانان له فحشا او بې دینی راګرځوي، وایي چې د کابل د ادارې له خوا یې اکاونټونه هیک کیږي.

 د ګډ حوکمت له راتګ سره سم نېږدې هره میاشت په ټولنیزو شبکو کې په اسلامپاله ځوانانو پسي د هغوی د هیکرانو له لوري چاڼیز عملیات تر سره کیږي، چې د اسلامپاله ځوانانو اکاونټونه هیک کوي.

یو اسلامپال ځوان « غازي اشنا کټوازي »  چې په فیسبوک کې فعالیت کوي،  د دې پوښتني په ځواب کې چې: ولې د اسلامپاله ځوانانو اکاونټونه هیک کیږي؟ او څوک یې هیک کوي؟ راته وویل: موږ اسلامپاله ځوانان له دې کبله چې هیواد مو په بشپړ ډول اشغال دی او طالبان د هیواد د ازادۍ لپاره جهاد کوي د هغوی ملاتړ کوو او د کابل حکومت پر ضد چې یو ګوډاګی حکومت دی نشرات کوو، نو بناء د کابل د ادارې هیکران مو اکاونټ هیک کوي.

له غازي صاحب نه مې دوهمه پوښتنه دا وه چې: له کومې مودې راهیسې فیسبوک کاروې؟ او په دې موده کې دې څومره اکاونټونه بلاک شوي دي؟

_ دوه کاله کیږي چې فیسبوک کاروم او تقریبا ۱۰۰ اکاونټونه مې په دې موده کې هیک شوي او بلاک شوي دي.

له یو بل اسلامپال « حمد الله صابر» نه مې وپوښتل چې:

محترم حمد الله صابر صاحب! تاسو څه نظر لرئ، چې د چا له لوري د اسلامپاله ځوانانو د ټولنیزو شبکو اکاونټونه هیک کیږي؟

صابر: څنګه چې دښمن مونږ ته په سنګر کې متوجې دی  چې مونږ ووژني،  د مسلمانانو قوت ختم کړي، اسلام کمزوری کړي، همداسي په فرهنګي ډګر کې هم دښمن زمونږ قوت نشي زغملی، رقم رقم جاسوسان غربیانو ګمارلي چې د اسلامپاله ځوانانو اکاونټونه هیک کړي.

ما ته څو واره فیس بوک مسیج لیږلی چې فلانی جهادي فلم یا عکس لري کړه کنه آی ډي به دې بلاک کړم ، نو د دین دښمن کوښښ کوي چې د مسلمانانو  د کامیابی ټولي لارې بندي کړي.

اوس یې دې کار ته خاص کسان کینولي چې زمونږ اکاونټونه ورته په ګوته کړي ، نو ځکه مو اوس  اکاونټونه یو په بل پسې بندیږي.

_ محترم صابر صاحب! په کومو ټولنیزو شبکو کې فعالیت کوې؟ او څومره موده کیږي چې په فعالیت بوخت یې؟؟

_ تقریبا شپږ کاله کیږي چې ټویټر او فیس بوک استعمالوم خو ډیر فیس بوک استعمالوم.

_ په دې موده کې دي ګډوډ څومره اکاونټونه بلاک شوي؟

_ حماد نیازی صاحب!  غالبا دوه سوه اکاونټونه به مې بند شوي وي.

مخکې ژر_ژر نه بلاکیدل خو اوس دېر ژر_ژر بلاکیږي.

سره له دې چې د اسلامپاله ځوانانو اګاونټونه هره میاشت بلاکیږي، خو بیا هم اسلامپال ځوانان وایي چې فعالیت ته به ادامه ورکوي او د اکاونټ بلاکیدل مو د مباریزې مخنیوی نشي کړای.

موږ درته د یو څو تنو اسلامپالانو نظرونه وړاندي کوو:

عبد الرقیب رقیب:

ﯾﻮﻩ ﮐﺲ ﺭﺍﺗﻪ ﻭﯾﻞ ﭼﻲ ﺩ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﭘﻠﻮﻱ ﻟﯿﮑﻨﻲ ﻣﻪ ﮐﻮﻩ ﺩ ﺍﮐﺎﻭﻧټ ﭘﻪ ﺑﻨﺪﻭﻟﻮ ﮐﻲ ﺗﺮ ﻧﯿﻢ ﺯﯾﺎﺕ ﺭﻭﻝ ﻟﺮﻱ.

ﻣﺎﻭﻝ ﺩ ﻓﯿﺲ ﺑﻮﮎ ﺍﮐﺎﻭﻧټ ﺧﻮ ﭘﺮﯾږ ﺩﻩ ﭘﻪ ﺧﺪﺍﻱ ﻗﺴﻢ ﭼﻲ ﺩ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﭘﻠﻮﻱ ﻣﻲ ﺗﺮ ﻧﯿﻢ ﺯﯾﺎﺕ ﺑﺪﻥ ﻟﻪ ﮐﺎﺭﻩ ﻟﻮﯾږﻱ ﺧﻮ ﻻﺱ ﺑﻪ ﻭﺭ ﻧﻪ ﻭﺍﻧﻪ ﺧﻠﻢ ﻣګﺮ ﺧﺪﺍﻱ ﻣﮑړﻩ ﻫﻐﻮﻱ ﻟﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﺷﻌﺎﺭﻩ ﻻﺱ ﻭﺍﺧﻠﻲ .

هجرت کاروان:

زما هم له یوه کال څخه ډیر وخت وشو ، چې فسبوک ته راغلی یم او تر ډیره مې کوشش کړی ، چې د اسلام او اسلامي امارت په ننګه لیکنې وکړم، ځکه چې دا ایماني او وجداني وجیبه بولم، چې په دې سپیڅلې مبارزه کې د نورو ملګرو په څیر ځما هم ډیر حسابونه بلاک شوې .

خو د الله.ج. په نصرت ستړی نه یم ، عزم مې قوې دی او تر مرګه به دې سپیڅلې مبارزې ته دوام ورکوم .

Mansoor Khan:

تقریبا له څلورو کلونو راهیسي فیسبوک استعمالوم اوتقریبا دولس آیډیانو مې سرخوړلی دی. دآیډیانو بندیدل به مې هیڅ کله عزم اومورال کمزوری نه کړي اوآیډی مې ځکه بندیږي چه ددوی دپالیسی په خلاف دي.

خپلي مبارزې او داسلامي امارت دسپیڅلو سرښندویانو ملاتړ ته به ترهغه دوام ورکوم چه ترڅو مې په بدن کې روح چلیږی. ان شاءالله تعالی

Ahmad Zai Ahmad Zai: توکل په الله دا مبارزه به جاری ساتم دوه کالونه فیسبوک کاروم دری ایڈیانی می بندی شوی دی خو اوس ھم د امارت اسلامی طرفدار یم بیا به ھم یم بیا به ھم یم

سیف الله شاهین:

له)۲۰۱۲( میلادی کاله فیس بوک کاروم اومقصد مي دمجاهدینو خبرونه دثواب په نیت نشر ته سپارل وی.تر اوسه پوری مي تقریبا تر دیرشو پوری آیډیانې بلاک سوې، کله کله یی راته سردرد جوړ کړی خو بیاهم ټینگ عزم لرم.

Darml Saba:

زما خو  څلورکاله کېږي چې فسبوک کاروم. لمړنی ایډي مې دغه ده چې داکمینټ ترې کوم، تراوسه نه ده بنده شوې، نورې درې ایډیانې چې په مستعارنوم مې ترې طالب زمریان ستایل، ټولې بندې دي.

 که دفسبوک اداره راته زرنورې ایډیانې هم بندې کړي خپله سفېڅلې مبارزه نه پرېګدم.

دفسبوک له اصولو مې سرغړونه نه ده کړې خو دلته چې په چاغرض نه وهم فسبوک مې ایډي هم نه بندوي، خوپه مستعارنوم چې لیکنې کوم هغه بندېګي.

مفتی زاده فاریابی:

یوکال کیږي چې پیسبوک کاروم تقریبا خپل په نامه مې ۷ تر ۸ آیډیانې بلاک شوې دي، په نورو نومو مې هم تقریبا ۱۳_ ۱۴ آیډیانې بندې شوې دي. دپیسبوک شرایط می ټول منلي. خاص دالله ج درضا دپاره اسلامي اوجهادي نشریات کوم.

د طالبانو او دحق طرفداری ترڅو چې یوه قطره وینه مې په بدن کې وي کوم، هغه که په لاس سره وي، که په ټوپک سره وي، که ږبه سره وي او که په قلم سره وی.

دا مې عزم او دا مې اراده ده د آکاونټ بندول به مې هیڅ وخت ناهیلی نکي که هرڅومره تکالیف هم راکړي.

غازي جانان لوګري:

یا مرگ یا شهادت

زه به ترمرگه داسلام او دطالبانو ملاتړ کوم تر اوسه  مې درې آیډیانو سرخوړلی دی، خو الحمداللہ ترمخکې مې اوس عقیدہ فخه شوې.

سره له دې چې د کابل ادارې وخت ناوخته د طالبان له رسنیز فعالیته سرټکولی دی او په ټولنیزو شبکو کې یې د هغوی تبلیغات لوی سر خوږی بللی دی، خو دا لا تر اوسه نه ده جوته چې څوک د اسلامپاله ځوانانو اکاونټونه هیک کوي.

 که څه هم په دقیق ډول نه ده څرګنده چې څوک د اسلامپاله ځوانانو د فعالیت مخه نیسي، خو داسي قوي ګمان کیږي چې د کابل ادارې په ټولنیزو شبکو کې د اسلامپاله ځوانانو د فعالیت د مخنیوي لپاره مټې رانغښتې دي او اکاونټونه یې هیک کوي.

 د کابل ادارې وخت ناوخته په ټولنیزو شبکو د طالبانو له رسنیز فعالیته سر ټکولی او د هغوی فعالیتونه یې د ځان لپاره ستر سرخوږی ګڼلی دی.

 خو اسلامپاله ځوانان وایي چې: د طالبانو رسمي ادرسونه مالوم دي، موږ طالبان نه یو البته د طالبانو ملاتړ کوو او هڅې یې ستایو.

 هغوی د کابل ادارې دا کار یو بزدلانه عمل بولي او وایی چې موږ د بیان د ازادی د اصولو له مخي په پوره ډول ازاد یو، چې په ټولنیزو شبکو کې خپل نظرونه نشر کړو او زموږ اکاونټونه هیک کول د بیان د ازادی له اصولو سره په پوره ډول ټکر دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button