په هلمند کي سرتيري برید پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

دهلمند ولایت مرکز لښکرګاه ته څېرمه دسرتيري برید په ترڅ کي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
راپورونه وايي، چي نن ماسپښين ۴ نیمي بجې دهلمند دمرکز لښکرګاه ښار ددوهم شيشک په سیمه کي دپولیسو په موټریز کاروان سرتیری برید ترسره شو، چي دچارواکو په وینا په ترڅ کي يې دیوه پولیس په ګډون دوه تنه وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
دهلمند دوالي ویاند عمرځواک ویلي، چي دغه سرتيری برید دیوه کرولا ډوله موټر په وسیله ترسره شوی دی.
طالبانو ویلي، چي برید ددوی یوه تن ترسره کړی دی او په برید کي يې ۹ پولیس وژلي او ۶ تنه نور یې ټپیان کړي دی.
طالبانو ویلي، چي دسرتيري برید په ترڅ کي يې دپولیسو یو رنجر موټر هم په بشپړه توګه ویجاړ کړی دی.
عادل خپلواک