امریکاپه باستون ښار کې ۲۶ کلن مسلمان ځوان دپولیسو له لوري په ډزو ووژل شو

 

دامریکا په باستون ښار کې داسامه عبدالله رحیم  په نامه یو مسلمان ځوان دپولیسو له لوري وژل شوی دی

داسامه عبدالله رحیم وروور ابراهیم وایي چې پولیسو یې ورور دشا له لوري درې مرمۍ ویشتی دی

ابراهیم دغه راز ادعا کوي چې دپولیسو له لوري دپيښي اړوند ویډيو جعلي ده او په هیڅ صورت دمنلو وړ نه ده

دی زیاتوي چې دغه  ويډيو دخلګو په سترګو کې خاوري اچول دي
داسامه عبدالله رحیم  له وژلو وروسته پولیسو او استخباراتو ادعا وکړه چې ګواکې د اسامه عبدالله رحیم په لاس کې چاړه وه او پولیسو ته یې دمرګ ګواښ کړی وو .

دوی دا هم زیاتوي چې اسامه عبدالله رحیم د امریکا د ازادیو نه د دفاع کوونکو د اقدام د ټولنې د بڼسټ ایښودونکې پامیلا چې په هیواد کې د اسلام ضد ویناوو او کمپاینونو جوړولو سره مشهوره وه د سر د غوڅولو پلان درلود.

خو داسامه عبدالله رحیم دورور ابراهیم له لوري  دا ټولي ادعاوي رد شوي دي.

جاوید احمد

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button