افغان اتلان د سري لنکا پر وړاندې نن بیا د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي

عزم(یکشنبه، د غبرګولي ۱۴مه، ۱۴۰۲): د افغانستان او سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې به نن یو ځل بیا په خپلو کې د کرکټ سیالي ترسره کړي.
دواړه ټیمونه به نن یکشنبه هامبان­توتا میدان کې د کابل پر وخت سهار اته نیمې بجې د سیالۍ میدان ته وځي.
د افغانستان ملي لوبډله توانېدلې چې په لومړي پنځوس اوریزه لوبه کې سري لنکا ته په شپږو ویکټو سره ماتې ورکړې. یاده لوبه دوې ورځې وړاندې د جمعې پر ورځ ترسره شوه چې پکې افغان لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ تر نورو ښه لوبه وکړه او د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شوه.
په یاده لوبه کې افغانستان پچه وګټله او سري لنکا ته یې د توپوهنې موقعه ورکړه چې سري لنکا په پوره پنځوس اورونو کې ۲۶۸ منډې جوړې کړې چې افغان لوبډلې یاد هدف د څلورو ویکټو په بایللو سره په ۴۶ اور کې پوره کړ.
افغان ملي لوبډله که یوه بله لوبه ګټې نو د دې لوبلړۍ جام به خپل هیواد ته راوړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button