يو تن پوليس له خپل ټوپک او يو رينجر سره طالبانو ته ورغی

n00027482-b

کلات (عزم ١٣ چنګاښ ٩٤) د زابل ولايت چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې يو پوليس له خپلې وسلې او رينجر موټر سره د دولت له وسله والو مخالفينو سره يوځاى شوى دى.

د دغه ولايت د شينکۍ ولسوالۍ ولسوال قاسم خان رسنيو ته وويل چې يو ملي پوليس تېر ماښام له يو عراده رينجر موټر، يو ميل کلاشينکوف، او مهماتو سره تښتېدلى او له طالبانو سره يو ځاى شوى دى.

هغه زياته کړه چې نوموړى له تېرې څه مودې راهيسې د پوليسو په ليکو کې دنده ترسره کوله.

ولسوال وايي چې د ولسوالۍ پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.

طالبانو هم ويلي چې په شينکۍ ولسوالۍ کې يو پوليس ورسره يو ځاى شوى دى.

په دې وروستيو کې د طالبانو د بريدونو د زياتېدو له امله د هېواد پوليس او عسکر اوس ورو ورو د خپلو دندو پرېښودو ته اړ شوي ځکه چې له يوې خوا د طالبانو د بريدونو له امله خپل ژوند په خطر کې ويني بل لور ته له دولت څخه هم په دې ګيله من دي چې د جګړې پر مهال یې له کابل او يا هم د ولايتونو  له مرکزونو څخه مرسته نه کيږي.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button