ددفاع وزارت ته نوماندمعصوم ستانکزي له ولسي جرګې رد شو
کابل (عزم ١٣ چنګاښ ٩٤) د افغانستان ملي دفاع وزارت ته نوماند وزیر محمد معصوم ستانکزی د ۸۴ تائید، ۱۰۴ رد، ۷ سپینو او ۱۸ باطلو رایو په اخیستلو سره د ولسي جرګې له خوا رد شو.
ستانکزی د ولسمشر غني د کابینې یو له جنجالي نوماند وزیرانو څخه دی.
کله چې نوموړی د ولسمشر له لوري ملي دفاع وزارت ته د نومان وزیر په توګه ور وپېژندل شو، د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور ستانکزی یې د جمعیت ګوند پخواني رهبر برهان الدین رباني قاتل یاد کړ او د نوموړي د محکمه کولو غوښتنه یې وکړه.
خو ولسمشر معصوم ستانکزی دفاع وزارت ته د نوماند وزیر په توګه جرګې ته معرفي کړ او له جرګې نه یې د تائید رايي ورکولو غوښتنه وکړه.
ولسي جرګې ته د ستانکزي د معرفي کولو په ورځ د ولسي جرګې پر ودانۍ د وسله والو طالبانو له لوري برید وشو چې له امله يې ګن شمېر عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته،نوموړی له دې مخکې د سولې عالي شورا غړی و.
په پام کې وه، چې نن به د مرکزي بانک نوماند رییس خلیل الله صدیق، سید یوسف حلیم او انیسه رسولي د سترې محکمې عالي شورا غړیو ته هم د باور رایې اخیستلو له پاره د جرګې له خوا صندوق کېښودل شي، خو د یادو نوماندو ته ددوی په اسنادو کې د ځينو ستونزو له امله صندوقونه کې نه ښودل شول.
ملي یووالي حکومت په کابینه کې ملي دفاع وزارت یواځنی وزارت ده، چې د سرپرست له خوا پرمخ وړل کیږي، تر اوسه ولسمشر په دې نه دی بریالی شوی، چې ملي دفاع وزارت ته داسې شخص ور وپېژني، چې د ولسي جرګې غړو له لوري د اعتماد رایه ترلاسه کړي.
له دې وړاندې د ملي دفاع وزارت پخوانی نوماند ستر درستیز شېر محمد کريمي هم ونه توانېد، چې د ولسي جرګې غړو له لوري د اعتماد رایه واخلي.
د شنونکو په وينا اشرف غني دولتي ارګانونو ته مسلکي کسان نه معرفي کوي چې له امله يې کابينه لا هم بشپړه نه ده.
د يادونې وړ ده چې اشرف غني د ټاکنو پر مهال او له ټاکنو وروسته د ۴۰ ورځو په موده کې د کابينې دټاکلو او حکومت د جوړولو خبرې کولې خو داسې ښکاري چې اشرف غني لاهم له له پخواني ولسمشر حامد کرزي څخه هم په ډېره ښکته درجه کې د نظام د ښه پرمخ بېولو کې پاتې راغلی.
دا لا مالومه نه ده چې اشرف غني به د دفاع د وزرات له پاره بل کوم نوماند ولسي جرګې ته ورمعرفي کوي.
عبداللطيف نظيف