سوریه، دادلب په جومات کي چاودني دالنصرة جبهې ۳۱ غړي وژلي

تیره ورځ ماښام مهال تر اذان وروسته دروژه ماتي په مهال دادلب ولایت داریحاښار په سالم جومات کي دیوې ستري چاودني په ترڅ کي دولسي وګړو په ګډون دالنصرة جبهې ۳۱ غړي ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپیان شول.
دسوريې دبشري حقونو سازمان ویلي، چي چاودنه تر اذان سمدستي وروسته رامنځ ته شوه، چي په ترڅ کي يې د۵ قومندانانو په ګډون دالنصرة جبهې او نورو اسلامي ډلو ۳۱ تنه غړي ووژل شول.
دسوريې دانقلاب عمومي هيئت ویلي، چي دچاودني په مهال سلګونه کسان په جومات کي دروژه ماتي لپاره راټول شوي وو.
یاد هیئت ویلي، چي په وژل شویو کسانو کي ولسي وګړي هم شامل دي.
تراوسه دچاودني پړه کومي ډلي په غاړه نه ده اخیستې، خو النصرة جبهې ددغې چاودني پړه دداعش په افراطي ډلي ور اچولې ده.
داعش په سوریه کي له اسلامي تنظمونو سره په جګړو بوخته ده او داسلامي ډلو وسله وال اعداموي او خودکشي حملې پرې کوي.
عادل خپلواک