بغلان، پلخمري کي ۲۰ تنه اربکیان او پولیس طالبانوته تسليم شوي

دبغلان ولایت په پلخمري ولسوالۍ کي ۲۰ تنه اربکیان او پولیس له خپلو وسلو سره یوځای طالبانو ته تسليم شوي دي.
راپورونه وايي، چي دغه اربکیان او پولیس نن په پلخمري ولسوالۍ کي طالبانو ته تسليم شوي دي.
طالبانو ویلي، چي ددوی دجلب او جزب دکمیسیون او سیمه ييزو طالبانو په هڅو ۲۰ تنه اربکیان او پولیس ددولت له لیکو بیل او له طالبانو سره یوځای شول.
طالبانوپه خپل بیان کي ددغو شلوتنو نومونه هم ښودلي دي.
دطالبانو په بیان کي ویل شوي، چي دغه عسکر له ګڼ شمېر وسلو او مهماتو سره یوځای دوی ته تسليم شوي دي.
دیادوني وړ ده، چي په دې وروستیو کي له خپلو لیکوداردو، پولیسو او اربکیانو تېښته او طالبانو ته تسليمي زیاته شوې ده.
عادل خپلواک