د روژې اوولسمه تحفه

لیکوال : نثار احمد صمد

ګرانو لوستونکو ، که موږ او تاسی د کال د ۳۶۵ ورځو څخه فقط ۳۰ ورځی روژې ونیسو (  چی د خدای امر دی ) ، او هره ورځ یو څه قرآن هم تلاوت کړو نو څه ضرر به مو کړی وی ؟ حال دا چی هم به الله راڅخه راضی وی او هم به مو له دوږخه نجات او جنت ته د شمولیت ضمانت حاصل کړی وی ، ځکه دا الهی قول دی . خو بریالیتوب دا دی چی پر خپل نفس غالب اوسو ، که نه ناکام به یو . نو همدې مهمی باریکۍ ته په توجه سره لطفأ اوولسمه تحفه ومنیً او خپل ځوابونه راولیږئ . باید یادونه وکړم چی د ټولو برخو ځوابونه به د روژې تر ختمېدو وروسته انشاالله خپاره کړم . والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com).

پوښتنی :

۱ ـ په سورهً الاعراف کی د کوم پیغمبر نوم اووه ځله راغلی دی ؟

۲ ـ په قرآن مجید کی د څو مسجدونو ذکر راغلی او نومونه یې څه دي ؟

۳ ـ هغه کوم پیغمبر دی چی په ټول قرآن کی یې صرف یو ځل نوم ذکر سوی دی ؟

۴ ـ هغه کوم سورت دی چی په پیل کی یې بسم الله الرحمن الرحیم نسته ؟

۵ ـ هغه کوم پیغمبر دی چی په سورهً یونس کی یې نوم اته واره ذکر سوی دی ؟

۶ ـ که روژه لرونکی په غلطي سره فکر وکړی چی لمر لویدلی دی ، نو روژه ماته کړی خو وروسته پوه سي چی تر لمر لوېدو مخکی یې روژه ماته کړې ده نو ؟

الف : قضایی او کفاره دواړه لازم دي ؛

ب : قضایی او کفاره دواړه لازم نه دي ؛

ج : قضایی لازمه ده خو کفاره لازمه نه ده ؛

د : روزه یې صحیح ده او نه ماتیږی .

۷ ـ که په روژه کی بلغم معدې ته ولاړ سی نو ؟

الف : روژه یې ماتیږی ؛

ب : روژه یې نه ماتیږی ؛

ج : روژه یې مکروه ده ؛

د : بله ( قضایی ) روژه باید ونیسي .

۸ ـ د امانت په هکله اسلام څه حُکم کوی ؟

الف : اې مؤمنانو! په غلطه او ناروا طریقه سره د نورو مال مه خورئ ؛

ب : د هغو خلکو چی امانتونه ( او حقوق ) یې ستاسو سره دي، هغه صحیح او پوره ادا کړئ ؛

ج : د خپلی ګټی له پاره د نورو تاوان پر ځان ومنیً ( برداشت کړئ ) ؛

د : ټوله صحیح دي .

۹ ـ د الله تعالی د تعبیر له مخی د اسرأ او معراج هدف څه و ؟

الف : چی خپل آیتونه ( نښانۍ ) ور وښیی ؛

ب : چی کفار اسلام ته راوبولی ؛

ج : چی د پیغمبر (ص) د یارانو ایمان پیاوړی کړی ؛

د : چی نبوي معجزې انسانانو ته وښیی .

۱۰ ـ پیغمبر علیه السلام او ابوبکر (رض) د مکې څخه تر وتلو وروسته چیری ولاړل ؟

الف : د ثور غار ته ؛

ب : د حرا غار ته ؛

ج : د ام معبد کور ته ؛

د : ټوله غلط .

او دا هم د نن زرین اصل : موږ افغانان هر یو نارې وهو چی د هیواد موجوده وضع د زغملو نه ده او باید بدله سي ، خو په ځانونو کی د بدلون راوستلو فکر د هیچا سره نسته ( چی الهي امر دی ) !

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button