د لوګر د ازرې ولسوالۍ ۳ پوستې طالبانو نيولي

logar-amniya-qumandanee

(عزم: سه شنبه، ۱۳ زمری ـ۹۴ ل) دلوګر ولايت د ازرې ولسوالۍ چارواکي وايي چې له تېرو دوه ورځو راهيسې د لوګر په ازرې ولسوالۍ د طالبانو له لوري سخت بريدونه شوي چې له امله يې ۳ پوستې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
د لوګر د ملي اردو د پلې لوا قومندان جنرال عبدالرازق ساپي رسنيو ته ويلي چې طالبانو په ازره کې درې امنيتي پوستې نيولي دي او په پوسته کې پراته عسکر يې وژلي او دهغوی وسلې او مهمات يې له ځان سره وړي دي.

ازره د لوګر ولايت يوه سرحدي ولسوالي ده چې وخت ناوخت ترې د جګړو خبر ورکول کيږي چې په ډېرو سيمو کې يې لاهم طالبان واکمن دي.
تر اوسه ددغو پوستو د نيولو په اړه طالبانو څه نه دي ويلي.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button