دهغه چا په یا د چې اوس نشته
لیکوال: اسد الله رزین
هغه څوک چې افغا ني پت اواسلامي اصا لتونه یی غوراوی ؤ، هغه څوک چې ددی لوی ولس په ټنډه یی د ذ لت اوبی ننګي داغ نه سوای منلای، هغه څوک چې دفقیري ژوند یی د خیراوپرمختګ پیغام ؤ، هغه څوک چې پرمختګ ته هم په اصولو کې ورخوځیده ، هغه څوک چې وا ک اوځوا ک یی ترځا ن اوعیا ل نه جا رول ، هغه څوک چې دولس ښیرازي یی هیله وه، هغه څوک چې ډیرامین ؤ، هغه څوک چې د په ځا ن را ټولولو مکمل دیوا ن ؤ، هغه څوک چې په ولس اود ولس په رنګ کې واوسید، هغه څوک چې د اسلامي اوافغاني شها مت بیلګه سو، دهیڅ داړه وراوځناور
پروا یی ونه کړه ځمکه اوآسما ن غورا اوغړمبا نیو لئ ؤ، مرګ را اوریده ، خود ه د ټیکا و اومیړا ني مظا هره کوله اوخپل مسلما ن ورور شهید ا سا مه یی مها لي فرعون ته ونه سپاره. په د غه بد حا لت کې ګرمو سنګروته ورغی ، دجها د بولۍ یی پخپل وا ک کې وا خستله ، نوبیا د تا ریخ هیڅ چا ره نه وه چې پسې ګرزیدلا ی نه وای. هغه څوک چې دخپل وخت مشرؤ، هغه څوک چې دخپل حسن تدبیرپه پا یله کې یی د جها د ګرم مورچل هغه سې ګرم ، ټینګ اویوموټی وسا تلای سوای. اود غسې یی په واک ، ځواک ، مکمل اطا عت اویو موټي بڼه کې خپل ځا ی نا ستي مشرتا به ته له مکمل افغانستان سره اما نت ورپری ښود.
اوس ددوی ذ مه واري ده چې د هیواد د تا ریخ په دی حسا سو، ستونزمنو، اوبرخلیک ټا کونکې پړاو کې ستراما نت ته څرنګه ورګوري. اودد ی کړیدلي ولس
ورکږو سترګو اوستوما نه هیلوته څه پیغام لري، شړیدلې ټپو نه یی څرنګه ورپټی کوی، د نا هیلیو اواندیښنو پیټې یی څرنګه له اوږو ایسته کوي.
د بی وسې ، بی کسې اویوله بله د بدو ایسیدو پردۍ اود غلیم لورید لی احسا س څرنګه د ورورګیلوي ، مینې اوخپلوي په غیږوکې سرویی اوپه تیښته یی اړ با سې.
دا ټول هله کید لای سې چې دهیواد هره لوټه افغانستان اوهروګړی افغان اود تل پا ته
سنګرسا تونکی او دګران افغا نستان معماروبلل سې.
بدغونی غلیم اواغیزیی د ګران هیواد له فولا دي پولو ډیرلري وغورځول سې. زموږد پیا وړي ولس ځا نګړنه ده چې مشراومشرتوب مني ، خو چې مشرپردی پالی اوغلام ګی نه سې.
او هغه څوک چې اوس نشته اوموږ یی په یا د کې پا ته یوهغه مرحوم ملا محمد عمرمجا هد ده چې د مرګ داعي ته یی لبیک ووایه ، روح یی تری واخستله.
اوپه افغان ولس ا وامت یی حق پا ته سو چې په دعاؤ سره یی روح ښا ده اوتسلې کړې.
اوله نیژد ی خپلوانوسره یی یوخا ی ددی لوی میلي اواسلامي ویرپه کمبله کیني.
انا لله وانا الیه را جعون.
رزین