طالبانوپه ارګ بريدکړی،ملي امنيت په ارګ ديوبل بريددشنډولوادعاکوي

Arg-d-

کابل (عزم: سه شنبه، ۱۳ زمری ـ۹۴ ل) طالبانو نن سهار ديوې خبر پاڼې په خپرولو سره ويلي چې بیګا د شپې ۱۲ بجې يې د ولسمشرۍ په ماڼۍ  ۲ توغندي ويشتلي چې يو په ارګ او بل ارګ ته څېرمه د ناټو په قومندانۍ لګيدلی دی.

طالبانو ويلي چې د بريد د تلفاتو په اړه تر اوسه کره شمېره په لاس کې نه لري خو د عينې شاهدانو په وينا د توغنديو له لګېدو وروسته په ارګ او د ناټو په قومندانۍ کې اور لګېدلی دی.
بل لور ته د ملي امنيت ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په ارګ يې د يوه وسله وال بريد مخه نېولې ده او يوه څلور کسيزه ډله يې نېولې ده چې له طالبانو پورې تړاو لري او پلان يې درلود چې د ولسمشرۍ ماڼۍ،ملي دفاع وزارت او په کابل ښار کې د ايتلافي ځواکونو په دوه مرکزونو بريدونه وکړي.

ملي امنيت دغه ادعا په داسې حال کې کوي چې په ارګ کې د ګډ حکومت مشر اشرف غني او دهغه مرستيال عبدالرشيد دوستم دواړه نشته او له دوی پورې تړلي خلک ټول رخصت دي.
اشرف غني د ناروغۍ له امله له تېرو څو ورځو  راهيسې  د المان په يوه روغتون کې بستر دی او داشرف غني لومړی مرستیال عبدالرشيد دوستم فارياب ولايت له طالبانو سره د جګړې له پاره تللی دی.

طالبانو تر دې مهاله د ملي امنیت د دې ادعا په تړاو څه نه دي ویلي.

عبداللطيف نظيف

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button