کوهاټ کې ترافيکې پېښې دروند مالي زيان اړولی

DDD

(عزم: سه شنبه، ۱۳ زمری ـ۹۴ ل) د پاکستان دخيبر پښتونخوا ايالت د کوهاټ په ولسوالۍ کې د يوه لوی بار وړونکي موټر د بريک د ناکامېدو له امله شپږ موټر ټکر شوي او اووه تنه ټپيان شوي دي.

پېښه نن له غرمې وروسته څلور بجې هغه مهال رامنځته شوه چې يو له اوسپنې څخه ډک ټريلر موټر له دغې سيمې د تېرېدو په حالت کې و،کله چې ټريلر د کوهاټ تونل ټول پلازې ته د ماليې د ورکولو له پاره درېدلو نو بريک يې له کاره لوېدلی و چې د موټر وان له ډېرو هڅو سره سره يې هم ونشوای کړی چې خپل ټريلر کنټرول کړي چې له امله يې مخې ته دسورليو يو کرولا ډوله موټر وواهه او ټريلر موټر اور واخيسته او د سورليو دوه نور کورولا ډوله او يو فلاينګوچ موټر په ګډون شپږ موټر د اور خوراک شول.

په دغه پېښه کې د وارث په نامه ديوه افغان کډوال په ګډون اووه تنه ټپيان شوي دي.

Picture2
دغه پېښه چې د کوهاټ تونل د ټول پلازې ترڅنګ رامنځته شو په ټول پلازه کې د ماليې اخيستونکو غرفې يې هم زيانمنې کړي او د ماليې راټولې شوې په لکونو روپۍ پکې سوځېدلې دي.
له پېښې وروسته د دوه ساعتونو له پاره د کوهاټ ــ پېښور لاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه.
په پېښه کې په سوځېدلو موټرو کې يو هم د مجان په نامه ديوه افغان کډوال موټر دی چې نږدې څوارلس لکه روپۍ قيمت يې درلود چې له کوهاټ څخه يې تورخم ته سوارلۍ وړلې.

مشفق حريت مل

11822479_1000113766706805_8048022694966027997_n 11831722_1000113746706807_670330307588329314_n

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!