قمیص مي راولوېد

جحاح ته یو چا وویل چې په کور کې دي دا درب د څه شي شو؟ نوموړي ځواب ورکړ چې قمیص مي راولوېد. هغه ورته وویل چې قمیص نو کله دومره درب کوي؟ ده ورته وویل چې زه هم پکي وم.
د نوموړي پلار ومړ یو چا ورته وویل چې ولاړ شه او کفن راوړه، ده ورته وویل: نه پسي ځم، هسي نه د جنازې لمونځ راڅخه تیر شي.
یوه ورځ ماشومان دباندې په یو مړ باز لوبي کولې. جحاح ترې په دوه درهم واخیست او کور ته یې راوړ. مور یې ورته وویل چې احمقه دا مړ باز څه کوې؟ نوموړي ورته وویل: غلې شه! ژوندی خو مي په سل هم ولاکه رانیولی وای.
یو وخت یې پلار د حج اراده وکړه، د رخصتېدلو پر مهال یې ورته وویل: پلار جانه! ډېر وخت له مونږ څخه مه ځه، هڅه وکړه چې اختر ته بیرته راشې او په قربانۍ کې راسره شرکت وکړې.
مزبد ته یو چا وویل چې فلانی قبر کیندونکی ومړ. مزبد وویل، ورک دي شي، نورو ته یې کندي کیندلې آخر خپله پکي پرېوت