واشنګټن پوسټ: اسلامي امارت د یو لـوی کانـال له لارې د افغانستان شاړو سیمو ته اوبه رسوي

لیکوال: ګیري شي

ژباړه: ثناءالله عمران

د سهار لمر پر مړاوو شنو غنمو راختلی و، کلیوال د اوبو نه شتون له امله لا له وړاندې د یوې بلې ورځې په اړه اندېښمن وو. یوه بزګر په خورا خواشینۍ سره وویل، د کلي په څاه کې د باران زېرمه شوې اوبه به په 30 ورځو کې ختمې شي.یو بل بزګر تر ځمکې لاندې د اوبو کچې کمېدو او د برمو وچېدو څخه سر وټکاو.درېیم بزګر زیاته کړه، دغو کارېزونو لسیزې وړاندې پرېمانه اوبه درلودې، خو اوس په پسرلي کې لا وچېږي.
د کلي مشر محمد اشفاق د لاسونو په پورته کولو سره وايي، که تر دوو نورو کلنو پورې مقاومت وکولی شو تر هغه وروسته به د کانال اوبو څخه برخمن شو. هغه زیاتوي: موږ له دغو اوبو څخه اوس برخمن نه یو، له همدې امله له ستونزو څخه کړېږو.
پر افغانستان تر ولکې دوه کاله وروسته، طالبان د خپلې لومړنۍ سترې بيخ بنسټيزي پروژې، د 115 میله قوش تیپې ـ کانال، چې د امو سیند څخه ۲۰ سلنه اوبه د شمالي افغانستان په وچو میدانونو کې د تیرولو لپاره ډیزاین شوې، مديریت کوي.
کانال له ځان سره د کليوالو لپاره زيري لري. د هېواد د نورو سیمو په څیر، دلته هم اوسېدونکي د خوراکي توکو له کمښت، څلورو لسیزو جګړو، پرله پسې سختې وچکالۍ او د اقلیم بدلون له امله له کړکیچ سره مخ دي. په افغانستان کې د تودوخې منځنۍ کچه په تېرو ۷۰ کلونو کې ۱.۸ درجې سانتي ګراد یا د نړۍ له منځنۍ کچې څخه دوه برابره لوړه شوې ده.
کله چې کانال بشپړ شي ، له نن څخه دوه کاله وروسته کولی شي 550,000 هکتاره دښته خړوبه کړي. د افغان چارواکيو او څیړونکيو په وینا د ۱۹۸۰ لسیزې راهیسې به په اغېزناکه توګه د افغانستان د کرنې وړ ځمکه يو پر درې برخې پورته او حتی هېواد به د لومړي ځل لپاره د خوراکي توکيو تولید په برخه کې په ځان بسیا شي. د ملي پراختیا حکومتي شرکت (NDC) د پروژې مشر انجنیر ذبیح الله ميري وویل: «دا د هېواد په کچه پر هره کورنۍ اغېز شندلی شي.»
خپرونه د مطلب په دوام کې ليکي، کانال د حکومت کولو لپاره د طالبانو د وړتیا یوه مهمه ازموینه
ده.
د کانال پروژه په لومړي سر کې د لومړي افغان ولسمشر محمد داوود خان په وخت کې په ۱۹۷۰ لسیزه کې طرحه شوې وه، خو کله چې د 2021 په اګست کې طالبانو واک ترلاسه کړ، په چټکۍ سره یې د دې پروژې جوړولو لپاره شاوخوا 100 ميلیون ډالر تصویب کړل، چې د افغانستان د کلني مالي عاید شاوخوا څلورمه برخه جوړوي.
اوس شاوخوا ۶۰۰۰ زره کاریګر له درنې ماشنرۍ سره شپه او ورځ د سل متره پلن کانال کې په کيندلو بوخت دي، هغه کانال چې پلن والی يې د کاليفرنیا تر کانال پراخ دی.
خپرونه زیاتوي ملا عبدالغني برادر، د رياست الوزرا لومړي مرستیال او د طالبانو یو جګپوړی مشر، په مارچ میاشت کې د څو سایټونو څخه د لیدنې پر مهال وویل، «د خدای شکر دی، کار له پلان سره سم پرمخ روان دئ.» هغه په خپله X (پخوانی ټویټر) پاڼه ویلي وو چې پروژه به «په هر قیمت» چې وي بشپړه شي.
قوش‌تېپه د طالبانو یو ښه روایت وړاندې کوي: د افغانستان پخوانۍ اداره کې د بهرنیو چارو وزارت یو پخوانی مرستیال محمد فيضي چې د اوبو او سرحدي مسائلو د څار دنده یې پر غاړه درلوده وويل،»وګورئ! دا یوه داسي پروژه ده چې پرته له کوم بهرني ملاتړ څخه، په بشپړه توګه د افغانانو له‌خوا ډیزاین او تمویل شوې؛ موږ اوس هغه څه کولی شو چې پخواني رژيم د لوېديځ له ملاتړ سره سره نه شوای کولای.»
د ملي پراختیا شرکت چارواکي وايي، دا کانال به د نړیوالو په مرسته نه، بلکې د افغانستان د ډبرو سکرو د عوایدو له لارې جوړ او تمویل شي.
اوس پوښتنه دا ده چې افغانستان به د امو له سیند څخه څومره اوبه را وګرځوي؟ لا له وړاندې ګاونډ ازبيکستان او ترکمنستان خپلې اندېښنې څرګندې کړې چې د امو سیند د اوبو کمېدل به د دوی د پنبې کروندو پر حاصلاتو اغېز وکړي. د ازبيکستان د اوبو سرچینو وزیر شوکت خامرایف د جون په میاشت کې ویلي وو چې د خپلو اندیښنو د مطرح کولو لپاره يې یو پلاوی کابل ته استولی وو.
خپرونه د فيضي د معلوماتو پر بنسټ ليکلي: افغانستان د خپلو داخلي مسائلو تر څنګ، له اوږدې مودې راهیسې د سرحدي اوبو سرچینو په اړه د خپلو ادعاوو د ثابتولو لپاره مبارزه کړې، په داسې حال کې چې د ایران؛ ازبيکستان او ترکمنستان په ګډون ګاونډیانو له خپلې ونډې څخه زیاته ګټه پورته کړې ده. که څه هم د منځنۍ آسیا د پخواني شوري اتحاد څلورو جمهوریتونو په ۱۹۸۷ کال کې د امو سیند اوبو د تخصیص په اړه تړون لاسلیک کړ، خو دغه تړون کې افغانستان نشته. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ويلي، «د افغانستان اسلامي امارت د اوبو مدیریت تجربه لرونکي متخصصین لري او له موجوده تړونونو سره سم د ګاونډیانو د اوبو حقونو ته ژمن دي. « هغه زیاتوي،»د اقلیمي بدلون له امله د پرله پسې وچکالۍ او د اوبو د زیرمو لږېدل په نامتناسب ډول افغانستان او سیمې ته زیان رسولی دی، نو دا اړینه ده چې لوی د کاربن غاز تولیدونکي هیوادونه له دې بحران سره د مبارزې له‌پاره مخکښه
شي.»
اوس د کانال رغنيزې چارې شاوخوا سل میله مخ ته تللي او د افغانستان یوې داسي برخې ته رسېدلي چې د څېړونکيو په وینا د تېرې پېړۍ په اوږدو کې په بې ساري ډول په بیابان اوښتې.
په دغه ریګنه او سوزنده دښته کې له ريګ، بوټو او د کانال له کارکوونکيو پرته بل څوک نه ليدل کېږ ي خو اوس تازه د سربند په برخه کې یو څه ونې اېښودل شوي دي.
د کلي مشر اشفاق ته ويل شوي چې دا به د اقچې بازار ته نېږدې يو کيلومتر لرې تېر شي، او سروې کوونکي لا دمخه راغلي وو؛ خو نور کلیوال د پروژې په اړه ډیر نه پوهېدل. دوی یوازې په دې پوهېدل چې څنګه دوه نسله کې د دوی ځمکې او وېالې وچې شوي او څومره سخته اړتیا ورته لري.
په مرکزي افغانستان کې د سیند اوبه چې تر اګست پورې به بهېدې، اوس په مارچ میاشت کې وچې کېږي. وچکالي به مخکې په لسو کالو کې یو ځل رامنځته کېده، خو اوس په هرو دوو کلونو کې پېښېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button