د پولیو له منځه وړلو ادارې په هېواد کې د پولیو خپرېدلو خبرداری ورکړی

عزم (دوشنبه، د وږي ۱۳مه، ۱۴۰۲): د افغانستان د پوليو د بېړني حالت ملي مرکز په هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ خپرېدو خبرداری ورکړی دی.
دغه مرکز پرون (دوشنبه) اېکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې تر اوسه په ننګرهار ولایت کې د پولیو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
دغه مرکز له ښاریانو غوښتي چې خپل ماشومان د پولیو ضد واکسین کړي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د پولیو ۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
افغانستان او پاکستان د هغو نادرو هېوادونو په ډله کې دي چې ګوزڼ په کې نه دی ختم شوی.