پاکستان به تر کومه د افغان سوداګرو پر وړاندې له بې انصافۍ کار اخلي!؟

سره له دې چې پاکستان تل ځان د افغانستان نږدې دوست ګڼي، خو د افغانانو پر وړاندې په افغانستان کې د خپلو ستراتيژيکو ګټو د تر لاسه کولو لپاره له دوديزې دوه ګونې پاليسۍ کار اخلي، چې پر مټ يې وخت ناوخت په پاکستان کې د افغان مهاجرينو، مسافرو نيول او ځورول، د افغان مسافرو او سوداګريزو مالونو پر وړاندې له کرښې د تېريدونکو نقطو (تورخم، ډنډ پټان، غلام خان، انګور اډې او د سپين بولدک دروازو) تړل، د پاکستان کراچۍ بندر او د پاکستان په خاوره کې د ننه د افغان سوداګرو د مالونو په غير قانوني ډول توقف، ځنډ، په غير قانوني توګه ماليه اخيستل او داسې نور هغه موارد دي، چې پاکستان يې په افغانستان کې د هر حاکم نظام په مقابل کې د سياسي فشار په توګه کاروي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال خان جان الکوزي ويلي، وروسته له هغې چې پاکستاني چارواکو تورخم لاره وتړله،افغان سوداګرو ته يې د سفټا په نوم د يوه سرټيفکيټ غوښتنه وکړه،چې له امله يې د دواړو لوريو سوداګرو ته نږدې ۴۰ ميليونه ډالره زيان اوښتی او خپله د پاکستان کلنۍ سوداګري له دوو ميليارده ډالرو څخه يو ميليارد ډالرو ته راښکته شوې.
که څه هم حکومت د دې ستونزې د حل په لټه کې دی او د افغانستان لپاره يې د پاکستان له ځانګړي استازي سره په ځلونو دغه ستونزه شريکه کړې، چې نه يې افغان کډوال وځورول شي او نه د سوداګرو په وړاندې ستونزې جوړې کړي، خو پاکستاني چارواکو په کراتو کراتو د اقتصادي او سوداګريزو ژمنو خلاف له افغانستان سره د پاکستان له سوداګريزو اړيکو ابرازي ګټه اخيستې او د عادي سياسي اختلافونو د رامنځته کېدو په صورت کې اقتصادي اړيکې هم په هېواد کې تتې شوې دي،همدا لامل دی،چې د پاکستان له عقدې او کينې ډک چلن د پاکستان او افغانستان پر اقتصادي او سوداګريزو اړيکو بشپړې منفي اغېزې کوي.دا په داسې حال کې ده، چې يوازې د ننګرهار سوداګرو د ۵۰ ميليونه ډالرو په اندازه د زيان ور اوښتو ادعا کړې او ويلي يې دي،چې پخوا په دغه لاره شاوخوا ۳۰۰ بار وړونکو موټرو تګ راتګ کاوه او اوس يې شمېر ۳۰ موټرو ته را ښکته شوی دی.
د دې لپاره چې افغان بزګران او سوداګر په مالي لحاظ زيانمن نه شي او پر پاکستان او د پاکستان له لارې په ترانزيټي سوداګرۍ اتکا را کمه شي په کار ده د افغانستان حکومت په کور د ننه اغېزمنو تخنيکي مېکانيزمونو باندې کار وکړي او له نورې نړۍ سره د سوداګرۍ د پراختيا لپاره بديلونه انتخاب کړي.
دغه راز د افغانستان د مېوو او سبزيو د خرابوالي د خلاصون لپاره په يو مارکېټ بسنه ونه شي او په کور د ننه ورته بازار جوړ شي او ټولې دولتي او نادولتي ادارې دې له خپلو مېوو او سبزيو ګټه پورته کړي، د دې تر څنګ دې د هېواد په پنځو زونونو کې سړې خونې جوړې شي، تر څو وخت او اړتيا په کتو زموږ وطني توليدات بازار ته عرضه شي، خو دې کار ته د دولتي او خصوصي سکتور همغږۍ مهمه ده،چې په ګډه د پانګوونې لپاره مناسب او د پام وړ شرايط برابر کړي،څو هر کال په سړو خونو کې د ساتلو لپاره دولتي او خصوصي سکتور له بزګرانو مېوې او سبزيجات واخلي او يا يې بزګر په هماغو سړو خونو کې د کرايې په ډول خوندي کړي، ترڅو بزګران په دې وتوانېږي، چې خپل حاصلات خوندي وساتلی شي او د مني او ژمي په موسمونو کې يې کورني بازار ته وړاندې کړي.
د دې کار ګټه به دا وي چې افغانستان مېوې او سبزيجات به په کور د ننه او سيمه کې خپل ارزښت پيدا کړي او د مني او ژمي په موسمونو کې به افغانستان اړتيا ونه لري،چې له ايران او پاکستانه ميوې او سبزيجات وارد کړي، بلکې افغانستان به خپلې اړتياوې له خپل بازاره په ارزانه بيه پوره کولای شي. همدارنګه دولتي او خصوصي سکتور بايد د افغانستان بېلابېلې مېوې پروسس کړي څو له اړوندو مېوو څخه فرعي او نهايي توليد رامنځته کړي او د چمتو کولو، بسته کولو، خوندي کولو، وچولو او داسې نورو ترتيباتو لپاره تخنيکي اسانتياوې برابرې کړي چې دا کار په هېواد کې د عايد، د کاري پراختيا، خود کفايئ او نورو هېوادونو ته د صادرولو باعث کېږي.
آرين

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button