د ګرځندوی صنعت د ودې او پراختیا ضرورت
دګرځندوی نړیواله ورځ دافغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي ، دګرځندوی ورځې نمانځل په کوردننه اونړیواله کچه ځانګړی اهمیت اوځانګړي پیغامونه لري.
له همدې امله د سپټمبر ۲۷ مه دملګرو ملتونو ټولنې په منشورکې دګرځندوی ورځې لپاره ځانګړې شوې ده او دا ورځ هم دنورو نړیوالو ورځو په څېر هرکال لمانځل کېږي.
دسپټمبر ۲۷ مه له (۱۹۸۰) زېږدیز کال راهیسې هرکال دګرځندوی دورځې په توګه په نړیواله کچه په شاندارو مراسمو لمانځل کېږي ددې ورځې د لمانځلو موخه داده چې دګرځندوی صنت د ودې اوپراختیا په اړه دوګړوعامه فکرونه روښانه کړل شي اوددې ترڅنګ لویه موخه داده ، چې په نړیواله کچه دټولنو پرملي ،فرهنګی سیاسي او په تېره بیا اقتصادي برخو دګرځندوی صنعت اغېزې ولیدل شي! د ګرځندوی صنعت دپراختیا اوودې لپاره د ګرځندوی نړیوال کنوانسیون فعالیتونه کوي او دغه کنوانسیون دنده لري چې په نړیواله کچه ګرځندویان رهبري اوملاتړيې وکړي.
دګرځندوی نړیوال کنوانسیون په نړیواله کچه هغه ستر کنوانسیون دی چې ترخپل څار اونظر لاندې دګرځندوی صنعت ارزوي او په هرو دوو کالو کې یوځل د ګرځندوی صنعت د ودې اوپراختیا ارزونې کوي.د ارزونې په دې غونډه کې دکوربه هېواد دفرهنګي میراثونو جاذبه ددغه هېواد تاریخي اوطبیعي ځایونه او دګرځندوی صنعت د ودې اوپراختیا لپاره هلې ځلې او یادو ګرځندویانو دملاتړ او رهنمایۍ چارې څېړي ملاتړ اومرسته يې کوي.
په اوسنيو حالاتوکې د ګرځندوی د صنعت د ودې او پراختیا لپاره هلې ځلې ډېرې دپام وړ اومهمې ګڼل کېږي، ځکه ددغه صعنت و ده اوپراختیانه یوازې دیوه هېواد دامنیت اوثبات ښکارندويي کوي،بلکې د ګرځندوی صنعت دنړۍ د ډېرو هېوادونو لپاره سترې عایداتي سرچینې هم دي!
ښه او غوره بېلګه يې هند یادوو ، دغه هېواد ته هرکال ۱۰میلیونه بهرني ګرځندویان سفرونه کوي ،چې دګرځندوی له صنعت څخه يې هرکال تر ۹،۲ سلنه ناخالص کورني عواید ترلاسه کېږي د هند د ګرځندوی په صنعت کې۴۲،۶۷۳ ميلیونه وګړوته دندې اووظیفې ورکړې چې دټول هندوستان په کچه ۸،۱ سلنه کاري فرصتونه دي.
که په لنډه توګه ووایو هندوستان دګرځندوی لپاره پنځه مهم اوستر ښارونه لري، لکه نوی ډهلی ، اګره ،راجستان ،ممبیي یا بمبی ،چنای اوجایپور ،هغه ښارونه دي،چې په کې پراخ لرغوني آثار اوتاریخي ابدې دي، دغو ښارونو ته ترډېره بهرني سیلانیان ورمات دي، خوله دې سره سره دهند حکومت هلې ځلې کوي، چې د ګرځندوی صنعت ته لا ډېره پراختیا اووده ورکړي اوددغه صنعت دمجددې احیا لپاره په ټول وس کار کوي، چین هم تردې لوی لرغوني ځايونه اوسترعواید لري، چې یادول يې دلته مطلب اوږدوي.په هرحال راځو د افغانستان د ګرځندوی وضعیت څېړو ، تېره چهارشنبه په افغانستان کې د ګرځندوی نړیواله ورځ د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له خوا ولمانځل شوه ، که هم دغه ورځ هرکال ددغه وزارت له خوا لمانځل کېږي خوپه کلني تقویم کې نه ده ورځای شوې؟ ددغې ورځې پرنمانځغونډه کې دافغانستان د ګرځندوی پرصنعت خبرې وشوې ، درپوټونو له مخې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د خپرونو چارو نشراتي معین حیات الله مهاجر فراهي دې غونډې ته وویل ،چې په تېرو دوو کالوکې ۴۵۰۰ بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي او له تاریخي اولرغونو سیمو يې کتنې کړې دي. ده زیاته کړه چې دګرځندوی له صنعت څخه په دې موده کې ۱۰۰ ميلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي دغه راز وخت ناوخت رپوټونه ورکول کېږي چې د افغانستان له تاریخي سیمو بهرنيو سیلانیانو کتنه کړې او تراوسه پورې سلګونو بهرنیو سیلانیانو افغانستان ته سفرونه کړي دي، په تازه رپوت کې راغلي چې له امریکا ،جرمني ،برېتانیا، استرالیا نوي زیلند، افريقا اواېټالیا۲۰ ګرځندویان راغلي اودغور له تاریخي ځایونو يې لیدنه کړې ده ، هرات ،غزني ، کندهار ،بامیان ،بلخ ،نورستان ،کونړاو دافغانستان ګڼ ولایتونه تاریخي اولرغوني آثار لري،همدارنګه ډېرې طبیعي اوښکلې منظرې شته چې دسیلانیانو لپاره په زړه پورې او دليدنې وړ دي.
په اوسني وضعیت کې دافغانستان د ګرځندوی چارې ستایوو ځکه افغانستان ترنړیوالو بندیزونو لاندې دی، خو د ګرځندوی دصنعت دودې اومجددې احیا لپاره سترې اړتیاوې ليدل کېږي، باید په دې بسنه ونه شي ،چې ګنې سلګونه بهرنیو سیلانیانو له افغانستانه لیدنې کړې، بلکې باید دابهیر پراخ کړل شي اوپه مخ کې يې د ټولو پرتو خنډونو دلرې کولو لپاره هلې ځلې وشي . ددې ترڅنګ باید د افغانستان ټول لرغوني اوتاریخي اثار خوندي کړل شي، په تېره بیا دلوګر دعینک دمسوکان دساحې لرغوني آثاروته په منظمه توګه یو موزیم جوړکړل شي.ورته نورې لرغونې سیمې هم شته ، چې باید د ګرځندوی صنعت پکې احیا او پراخه کړل شي، دا کار پراخه بودیجه اوستر سترپلانونه هم غواړي ،خو لکه چې دهندوستان دګرځندوی دصنعت بېلګه وړاندې شوه ،همداسې سترې ګټې هم ترلاسه کولی شي که په لنډه توګه دا بحث راټول کړو، نو اړینه ده چې د ګرځندوی صنعت ته پراختیا ورکړل شي، ددې لپاره عصري هوټلونه، خوندي فضا،عصري ترانسپورټ احیا او پیاوړي استازي وګومارل شي، چې دافغانستان دمېلمه پالنې اصلي اولرغوني څېره په نړیواله
کچه انځور کړي.
شهباز خان