ملي دفاع وزیر پاکستاني رژیم ته؛ هر څه چې کوئ، پایلې یې وسنجوئ

عزم(شنبه، لړم ۱۳مه، ۱۴۰۲): افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد له افغان کډوالو سره د پاکستاني رژیم کړنې وننګولې او ګوتځنډنه یې کوله چې له ورته کارونو دې لاس په سر شي.
په هغه غږیزو ویناوو کې چې ملي دفاع وزارت په خپل اېکس اچولي، پکې د مولوي مجاهد له خوا پاکستاني حکومت ته ویل شوي چې د خپلو کړنو پر عواقبو دې غور وکړي. ده ویلي چې پاکستان دې دومره وکري چې بیا یې د رېبلو وس ولري.
مجاهد د افغان کډوالو راستنېدنه ازموینه بولي او له دولت او ملت غواړي چې په ګډه دې په دې ازموینه کې بریالي شي. نوموړي پر بډایه او سوداګرو افغانانو غږ کړی چې د خپلې وسې په اندازه د خپلو هیوادوالو لاسنیوی وکړي.
مولوي محمد یعقوب مجاهد پر پاکستاني رژیم غږ کوي چې روان ظلمونه دې ودروي؛ کنه دا کړنې به د کابل-اسلام اباد اړیکې ترینګلې کړي او حالت به بل خطرناک لوري ته سوق کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button