افغان دولت: تورخم کې یو لک او سپین بولدک کې مو ۱۳زره تنو ته ډوډۍ چمتو کړې وه

عزم(شنبه، لړم ۱۳مه، ۱۴۰۲): د افغان دولت مرستیال ویاند بلال کریمي په خپل اېکس تېره شپه لیکلي و چې د راستنېدونکو کډوالو ته یې د ډوډۍ، اوبو او درملو تابیا کړې ده.
کریمي وایي چې یوازې بېګاه ماښام یې په تورخم ګمرک کې سل زرو تنو ته او همداشان په سپین بولدک کې ۱۳ زرو تنو ته ډوډۍ چمتو کړې وه.
د ویاند مرستیال له قوله چې په دواړو ګمرکونو د راستنېدونکو افغان کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی او موظفې کمېټې یې چوپړ ته چمتو دي. ده ویل چې هلته د زرګونو ناروغانو درملنه شوې، لېږند تشنابونه ورته جوړ شوي او د اوبو غمه یې شوې ده.
د کندهار ځایي مسوولان وایي چې بېګاه شپه یې ۱۳ زرو کډوالو ته غوښه او ورېژې چمتو کړې وې. یاده دې شي چې له دواړو ګمرکونو راستنوشویو ته لنډمهالي پنډغالي هم جوړ شوي دي.