د زمانې ستم

فیض محمد مینه پال

دا متل په افغانانو کې یادیږي

وایي غچ به له بې ننګو پاته کیږي

د لوېدلي شال، پګړۍ بدل به اخلم

که افغان ومه نو کله مې هیریږي

وطن مور ده  په سرو سترګو راته ژاړي

له زخمونو د اغزن تاره کړیږي

ته مې یو ځلې تاریخ تر نظر تېر کړه

په ډېلي او اصفهان مې نوم لګیږي

مینه پال د زمانې ستم مجبور کړم

چې مې کډه بیا په تور ماښام باریږي

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button