په اتریش کې د یوه خصوصي الوتکې په سقوط کې ۴ تنه وژل شوي دي
عزم(شنبه، لړم ۱۳مه، ۱۴۰۲): یوه خصوصي الوتکه چې له کروویشیا څخه اتریش ته په لاره وه، د نامعلومو وجوهاتو له کبله سقوط شوې او پکې سپاره مسافر او خدمه یې وژل شوي دي.
د اناتولي د خبر پر اساس: د اتریش پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اتریش په شمال لوېدیځ لونګو سیمه کې یوه وړه الوتکه سقوط شوې او پکې سپاره ۴ کسان وژل شوي دي.
خبر زیاتوي چې دغه وړه الوتکه (سایروس SR20) د کروویشیا له پلازمینې څخه د سالزبورګ په مقصد الوتنه کړې وه چې د لونګو په پاسژن غرنیزه سیمه کې لوېدلې ده.
د وژل شويو کسانو هویت په ډاګه شوی نه دی او د تحقیقاتو لپاره جسدونه او د الوتکې ټوټې پولیسو له ځان سره وړي دي.