له بيت المال سره احتیاط د بې وزلۍ کچه راټيټوي

حسان مجاهد

خلیفه عمر بن عبدالعزيز رحمه الله د مرګ په بستر پروت دی او خپل غلام ته وايي: هلاک شې! ولې دې ما ته په ډودۍ کې زهر راکړل؟ غلام يې ورته وويل: ما ته اموي اميرانو په دغه کړنه زر ديناره جایزه منلې وه. له خلیفه سره د مرګ پر مهال هم د بيت المال غم شته او غلام ته وايي: “زر ديناره بيت المال ته تسليم کړه او ته د الله تعالی لپاره زما لخوا آزاد او معاف شوی يې!”

يوه ورځ يې غلام ته امر وکړ چې څه انار راوړه. هغه چې کله انار راوړل؛ نو نوموړي ورته وویل: څومره ژر دې راوړل؟ هغه وویل: د بيت المال په آس ولاړم. عمر له دې امله سخت وژړل چې ولې تا د بیت المال په آس باندې زما شخصي کار ترسره کړ!

دغه عادل خلیفه له مړینې وروسته يوازي ١٨ ديناره پريښودل، په پنځه ديناره ورته کفن واخيستل شو، په څلور ديناره ورته قبر تيار شو او پاته ٩ ديناره يې په يوولس اولادونو وویشل شول.

په بيت المال کې د عمر بن عبدالعزيز رحمه الله د احتیاط نتیجه دا شوه چې په ځمکه د عدل څادر وغوړيد، ولسونه د ژوند په ټولو چارو کې بسيا او بيغمه شول او د خلافت په دوه نيم کاله کې د بې وزلي او خوارځواکي کچه تر دې کچې راټيټه شوه چې په سړکونو به چارواکو نارې وهلې: “څوک چې واده ته اړتیا لري، څوک چې قرضداره وي او څوک چې د حج اراده لري؛ هر څه يې له بيت الماله مقرر دي.” د پراخ برکت له امله انسانان څه چې څارویو هم د آرام سا واخیسته. امر یې وکړ چې غنم او تخمونه په دښتو خواره کړئ تر څو د مسلمانانو په هیواد کې مرغان هم وږي پاته نه شي.

 له افغان ولس سره د اسلامي امارت بې ساري همکاري، ستونزې يې هوارول او د ژوند اسانتياوې ورته برابرول د ستایلو وړ دي. تير جمهوري حکومت چې نړیوالو هم په رسمیت پیژانده، پيسې هم ښې پریمانه راوریدې خو په هغه برسېره په بيت المال شخصي جیبونه ګرم وو او له ولس سره یو وحشیانه او ظالمانه چلند روان و.

خو نن ورځ چې حکومت هم لا رسمي نه ده، اقتصادي بودیجه هم کنګل شوې ده، له ګاونديو هیوادونو سره هم د ځينو خبرو په سر اړیکې ترینګلتیا ته رواني دي؛ خو بیا هم د امارت لخوا له افغانانو سره تر توقع زياته همدردي ټوله نړۍ ويني، په تېره بيا په وروستیو کې د افغان کډوالو د راستنېدو لپاره دولتي موټر، د هستوګنې لپاره ورته خيمې، د خوراک لپاره خواړه، صحي کلینکونه، انټرنیټي خدمات او د ژوند نور شرایط پوره کول چې موږ  ټول ورته انديښمن وو؛ د اسلامي امارت یو ستر ابتکار او له غمزده ولس سره غمشریکي يادولای شو.

که د اسلامي امارت غړي له بيت المال سره نور هم محتاط شي او بيت المال له ځان سره یو امانت وبولي؛ نو ممکن دغه کار د اقتصادي پرمختګ لامل وګرځي او ټول ولس د بې وزلۍ له بحرانه راووځي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!