نشنلیزم.. د اسلامي ټولنې په لمنه سیاسي ناسور!
طیب احمد حمیدي
د نیشنلیزم مردودې مفکورې اړوند د لیکنې اړتیا مې ځکه حس کړه چې روان حالات د همدې مفکورې تولید او محصول دی.
د نشنلیزم تاریخي پس منظر:
دا امت واحد امت دی. مشترکات لري، دردونه او ارمانونه یې مشترک دي، دوست او دښمن یې مشترک دی، الله (جل جلاله) وایي: (إن هذه أمتکم أمة واحدة…).
اسلام د مسلمانانو ترمنځ یو داسې قوي تار دی چې د یوې برخې په درد سره ټول وجود د درد احساس کوي، د خیر البشر (صلی الله علیه وسلم) له وخته نیولې تر عثماني خلافته دغه زمان د مسلمانو د برم زمان دی، هغه زمان چې مسلمه امت د یو مرکزي حکومت رعیت ول، او د اسلام امپراتورۍ د کفر ډېر هډونه وځپل.
خیر البشر (صلی الله علیه وسلم) مکه، طائف، حنین، خیبر او… فتح کړل، صحابه کرام د عربو له جزېرې تر فارس او روم لاړل، تر خراسان او ترکیې راغلل، ډېرې سیمې یې د اسلام په رڼا منورې کړې، دوی واحد حکومت جوړ کړ، چې ټوله اسلامي نړۍ یې د عدل، امن او انصاف په جوهرونو ښایسته کړه. د قربانیو دا تسلسل روان و، په اموي او عباسي خلافتونو کې هم د امت د وحدت په پار خاورې لاندي کېدي، او د اسلام د نشر لپاره لښکر کشي کېده، واحد مرکزي حکومت وجود درلود، کله چې د عثماني خلافت اواخر راورسېدل دغه وخت هم اسلامي ټولنه د خلافت تر سیوري لاندې وه، د ټولو مسلمانانو حقوق محفوظ وو، او د اسلام احکام نافذ و، مسلمانان په مرکزي نقطې شاوخوا راټول ول، د فتوحاتو لړۍ جارې وه، د شرقي اروپا ډېرې برخې یې لاندي کړې وې.
خو کفار له یو ډول اضطراب سره مخ ول، دوی په صلیبي جګړو کې ماته خوړلې وه. وروسته اروپایي ټولنې د ډېرو څېړنو، تحقیقاتو او مسلمانانو سره د نږدې پاته کېدلو په ترڅ کې دا تشخیص کړه چې د اسلامي ټولنې د استحکام یو له بنسټیزو عواملو څخه وحدت، همدردي او یووالی دی. که به مراکش کې په مسلمان حمله کېده له خراسانه به یې د نصرت لپاره لښکرې خوځېدې، که به افریقا کې مسلمان په نښه کېدل له بغداد به یې دفاع کېده.
لهذا د همدې وحدت په مقابل کې یې نشنلیزم ایجاد کړ، په ترکیه کې ترکي الاصله یهود مېشت ول، هغوی د اروپا په پوهنتونونو کې زدکړې وکړې، دغه مهال په اروپا کې د نشنلیزم وبا لګېدلې وه، ډېر قومونه له یو بل سره جنګېدلي وو، اروپا د هماغه نشنلېزم د کړکېچ نه درس واخیست، موږ وینو چې اوس د اروپایي هیوادونو تر منځ سرحدونه نشته، روپۍ یې یوه ده، له یو هیواد نه بل ته د ورتګ لپاره وېزه شرط نه ده.
نو اروپایانو همدغه یهود ترکان په خپل نشنلي تهذیب وروزل، دوی یې د عثماني خلافت په وړاندي د قیام لپاره چارج کړل، د ترکانو د بهادرۍ او تاریخي قدامت خبرې یې ورتلقین کړې، بل خوا په عربي نړۍ کې ځیني عربي الاصله مسیحیان ول هغوی په غرب کې خپل تحصیلات وکړل، دوی ته یې هم د عربیت تقدس ورتلقین کړ، ورته ویې ویل قرآنکریم ستاسو په ژبه دی، مکه او مدینه ستاسو په خاوره کې دي، نو بیا ولې په تاسو ترکان حاکمان دي؟ دغه حرکت په عربیت ډېر کسان سره را جمع کړل، بالآخره همدغو روزل شویو عربي مسیحیانو، او ترکي یهودانو د خلافت په وړاندې په دسیسو جوړولو پیل وکړ، چې په ترڅ کې یې عثماني خلافت سقوط وکړ، او ځای یې د اتا ترک په څېر نشنلیستانو او سیکولرانو ونیول، هغه خالص ترکي دولت جوړ کړ، په سیکولریزم ولاړ دولت. خلافت دړي وړي وشو، وحدت مات، او اسلامي نړۍ تر ډېره حده اروپایانو یا په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه تسخیر کړه، مختلف حکومتونه قائم شول، غربي قوانین وضع شول، تعلیمي نصابونه په همدې بنیادونو عیار شول، همدا لامل دی چې اوسنی نسل په سیکولریزم خوښ دی.
اروپا دغه دولتونه هم له یوبل سره وجنګول، مصریانو ته یې قبطي نشنلیزم، عراقیانو ته یې بابلي نشنلیزم، افغانانو ته یې افغاني نشنلیزم ورتلقین کړ. په افغانستان کې د ژبې په سر قومونه وجنګول شول، او د افغانستان ټوټه کولو په پار پښتني، تاجکي، ازبکي او هزارګی نشنلیزمونه وکارول شول، د پردي فرهنګ زامنو دغه ناولی فرهنګ افغانستان ته هم راوارد کړ، په دې سره د مسلمانانو د وحدت احتمالي راټوکېدا هم ختمه شوه.
پایله دا شوه چې اسلامي نړۍ په هیوادونو ووېشل شوه، سرحدونه جوړ شول او په همدې سرحدونو دوه اسلامي هیوادونه یوبل سره په جنګ دي، دا سرحدي جنګونه د هرو دوو اسلامي هیوادونو تر منځ روان دي.
اساسي دښمن (کافر) د نندارې دریڅه خپله کړه، ها د کلونو ارمانونه چې په لکهاوو شهیدان ترې قربان ول له خاورو سره خاورې شول.
خلاصه: نشنلیزم هغه وارداتي نظریه ده چې اسلامي نړۍ یې د یو سیاسي سرطان په څېر وځپله.
په اسلام کې د نشنلیرم حیثیت… دا لیکنه په راتلونکي کې ان شاء الله!