نیپال کې خونړۍ زلزلې ۱۲۸ تنه ووژل

عزم (شنبه، د لړم۱۳مه، ۱۴۰۲): په نیپال کې د یوې سترې او خونړۍ زلزلې له امله ۱۲۸ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د هندوستان ټایمز د راپور له مخې: دغه زلزله چې نن سهار یې د نیپال کرنالي ایالت لیرې پرتې سیمې ولړزولې، شدت یې د ریکتر په کچه ۶.۴ درجې و.
د امریکا د جیولوژیکي سروې مرکز ویلي، چې د زلزلې مرکز له جوملا ښار څخه ۴۲ کیلومتره لرې و، چې ژوروالی یې ۱۸ کیلومتره ښودل کیږي.
ویل کیږي چې د زلزلې جټکې ۵۰۰ کیلومتره لرې د انډيا په پلازمینې نوي دهلي کې هم محسوسې شوې دي.
نیپالي چارواکو ویلي چې سیمې ته مرستندویه ډلې رسېدلې او د شاوخوا سیمو خلک له خاورو لاندې جسدونه او بند پاتې کسان را باسي.
دوی زیاتوي چې تر دې دمه د ۱۲۸ کسانو مړینه تائید شوې او له ۱۲۰ زیات کسان نیږدې روغتونونو ته وړل شوي دي.
د کرنالي ایالت د پولیسو ویاند ګوپال چندرا رویټرز اژانس ته ویلي چې د مړو شمېر ښايي نور هم زیات شي.
نوموړي زیاته کړې چې لرې پرتو سیمو ته پر وخت لاسرسی نه کیږي او ممکن ناورین لا پراخ شي.
باید وویل شي چې دې وروستیو کې ترکیه او افغانستان هم د دوو مرګونو زلزلو شاهدان وو.
له دې وړاندې په ۲۰۱۵ کال کې د ۷.۸ درجې زلزلې په نیپال کې ۹۰۰۰ خلک وژلي وو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!