افغان کډوال؛ هر افغان د هېواد لپاره یو فرصت دی

دا چې هر انسان په خپل ذات کې یو کمال لري او له خپل دغه کمال څخه د نورو انسانانو د هوساینې لپاره ګټه اخلي، نو ویلی شو، چې نړۍ کې د ټولو خورو ورو افغان کډوالو په ګډون د دې وطن هر بچی افغانستان لپاره یو فرصت دی او باید ګټه ځینې پورته شي او د دې هېواد په آبادۍ او ښېرازۍ کې سهیم شي.
افغانستان کې په کور دننه عام افغانان او اسلامي امارت د پاکستان په ګډون له بهرنیو هېوادونو څخه د بېرته راستنېدونکو کډوالو راتګ ته وارخطا نه دي او په دغې برخه کې د اړوندو ادارو ورستیو ګامونو ته په کتو د دغو کډوالو سمبالول او مدیریت کولو ته چمتو دي.
زه د یو خبریال په توګه ډاډمن یم، چې پاکستان او نوره نړۍ کې د مېشتو افغانانو ترمنځ ژبور علماء، پیاوړي کادرونه، مټور لوبغاړي او نور افراد او اشخاص موجود دي، چې د ګران وطن افغانستان د ابادۍ لپاره به ډېر اغېزمن واقع شي.
او بل دا چې د دغو کډوالو په سمبالولو کې هېواد کې مېشت افغانان باید هم پراخه ونډه واخلي تر څو اسلامي امارت وکولی شي، دغه احتمالي کړکېچ مدیریت کړي.
خو عوام څه کولی شي؟
هغه خلک چې کرایي کورونه لري باید کرایې ارزانه کړي او هغه هېواد وال چې د خوراکي توکو لوی پلورنځي لري، بیې دې راټیټې کړي، دغه راز ډاکټران او د درملو پلورونکي باید د دغو بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره ځانګړی تخفیف په نظر کې ونیسي او ان وړیا درملنه یې وکړي.
بلاخره دلته هر مېشت افغان د خپلو دغو هېوادوالو لاسنیوی په یو نه یو ډول وکړي تر څو په ګډه له یوه احتمالي کړکېچ څخه مخنیوی وکړي.
نړیوالې مرستندویه ادارې او په کور دننه خیریه ټولنې او بنسټونه هم په دغې برخه کې مسولیت لري او باید په دغسې حساسو شرایطو کې د خپلو وطنوالو لاسنیوی وکړي.
ټوله کې د دغو کډوالو بېرته راتګ هېواد ته نېک فال دی او یقیناً چې دوی به د هېواد په پرمختګ کې رغنده رول ولري.