کرکټ؛ ریورس سوینګ/ سرچپه سوینګ

تاسې به د لوبو پر مهال او یا هم د کرکټ شنونکو څخه د ریورس سوینګ/ سرچپه سوینګ خبره اوریدلې وي.

ریورس سوینګ څه ته وايي؟
ریورس سوینګ یا متضاد خواته د توپ ښورول د توپ اچونکي هغه کمال دی چې د نړۍ نامتو لوبغاړي هم ستونزو سره مخ کوي. دغه ډول سوینګ کې توپ د عادي حالت کې تاویدونکي توپ سرچپه اړخ ته تاویږي ځکه ورته ریورس یا سرچپه سوینګ وايي. ریورس سوینګ په زاړه بال کیږي، او دا سوینګ هغه مهال کیږي چې د توپ یوه خوا تازه/نوې/ځلیدونکې وساتل شي او بله خوا یې زړیدو ته پریښودل شي. کله چې د توپ منځ کې تیرې پټې دوو خواو ته د توپ انډول نابرابر شي، یا په بل عبارت یوه خوا تازه پاتې شي او بله خوا وشړیږي/زړه شي نو توپ ریورس سوینګ ته برابریږي. دغه مهال بیا نو چې کله توپ غورځول کیږي نو توپ له ټپکې خوړلو څخه د مخه په وروستي وخت کې هغه خواته زور کوي یا هغه لور ته ښویږي/سوینګ کیږي کومه خوا چې نوې پاتې شوې وي، هغه چې تازه ساتل شوې او خپل شکل یې نه دی بایللی.
د اغیزناک ریورس سوینګ لپاره اړینه ده چې توپ اچونکی چټکه توپ اچونه وکولی شي او ښه یارکر ولري. څومره چې د توپ اچونکي د توپ چټکتیا ډیره وي، هماغه هومره یې توپ ډیر ریورس سوینګ کیږي، او څومر چې توپ د ویکټو بیخ ته برابر وي، همدومره د توپ وهونکي لپاره خطرناکه کیږي ولې چې تر وروستۍ لحظې پورې توپ اچونکي ته نه معلومیږي چې توپ کومې خواته تاویږي. یو بل څه به مو لیدلي وي، کله کله توپ اچونکی بال، د منډې پر مهال په خپل اوزګار لاس پټوي، دا هڅه ده چې توپ وهونکي څخه د توپ ځلیدونکی اړخ پټ وساتل شي ولې چې د توپ ځلیدونکې خوا معلومولو سره توپوهونکی د توپ سوینګ کیدو اړخ معلومولی شي.
د ریورس سوینګ لپاره اړینه ده چې د لوبې د پیل سره سم لوبډله د توپ یوه خوا د تازه ساتلو لپاره وټاکي او ټول لوبډله د لوبې پرمهال د توپ همدا اړخ په دومداره توګه په خپلو جامو مخلو سره تازه او پاکه وساتي. همدا راز، لوبډله هڅه وکړي چې ویکټ کیپر ته د توپ ویشتو په وخت کې د توپ خیرن اړخ په زمکه وولي ترڅو دغه خیرن اړخ لا پسې خراب شي. څومره چې د توپ انډول خرابیږي، توپ همدومره ریورس سوینګ ته چمتو کیږي.
ریورس سوینګ د پاکستان سرفراز نواز په اتیایمه لسیزه کې کشف کړ او پاکستانۍ لوبډلې دغه هنر ډیر کلونه له نورو لوبډلو پټ ساتلی وو. خو ورسره همهاله، پاکستانیانو د توپ یو اړخ په میدان کې د توپ باندې کار کولو په ځای په ټګۍ برګۍ د توپ دغه یو اړخ په نوکانو او د تیرو اوزارو چې ځان سره به یې میدان ته وړل/د اوبو دمه کې کارول خرابولو تر هغې چې نړیوالو لومړی ریورس سوینګ زده کړ او بیا یې د پاکستان ټګي معلومه کړه. همدا لامل دی چې اوس د اوورونه ترمنځ، د اوبو او بلې هرې دمې او د لوبغاړو د سوځیدو پرمهال لوبڅاران له لوبغاړو توپ اخلي او ځان سره یې ساتي ترڅو لوبغاړي توپ خراب نه کړي. تاسې به د شاهد اپریدي هغه انځور هم لیدلی وي چې په توپ غاښ لګوي، ما هغه لوبه ژوندۍ لیدلې وه :). هغه هم د توپ ریورس سوینګ ته د برابرولو هڅه وه.
ریورس سوینګ لپاره توپ په وچو میدانونو او ګرمه هوا کې ښه جوړیږي. د هغې لامل دا دی چې وچو میدانونو کې خپله ویشتنځای او د ویکټ شا او خوا سیمه شاړه وي او کله چې په دغه ځای کې توپ لګیږي نو حالت یې ژر بدلیږي.
کله چې د توپ دوه اړخونه خپل حالت بدلوي، یوه خوا یې شډله شي او بله یې نوې پاتې شي، ورسره د توپ د وزن انډول هم نابرابر شي. د توپ اړخ بدلیدل بیا د فزیکي حرکت قانون سره سم کیږي چیرته چې د هوا او د توپ ترمنځ ټکر پر مهال هوا د توپ شډلې خوا کې ایساریږي او تازه خوا څخه آرامه تیریږي او دغه چاره توپ ځانګړي لوري، یعني هغه خوا نه چې هوا ژر تیریږي لوري ته تګ باندې مجبوروي.
یو ورځنیو لوبو کې اوس مهال دوه نوي توپونه کارول کیږي نو د ریورس سوینګ لپاره توپ چمتو کول یو څه ګران شوي دي. خو پنځه ورځنیو لوبو کې اوس هم ریورس سوینګ په پراخه توګه کارول کیږي. ویل کیږي چې د نیوزیلنډ مارټن کرو د ریورس سوینګ لوبولو تر ټولو ماهره لوبغاړی تیر شوی دی.

لیکنه: مشتاق رحیم

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button