غزل: و خپل وطن ته د کډوالو کاروان بېرته راشي

موسم بدل دی ښایي تللي مرغان بېرته راشي
و خپل وطن ته د کډوالو کاروان بېرته راشي

ستا ولونه ولونه زلفي وباسم له خپله خیاله
یو ساعت پس چې ګورم دغه ماران بېرته راشي

بېلتونه دا ځل دې نو عمر دومره لنډ شه چې زه
په لمن اوښکې وچوم او جانان بېرته راشي

چرته که کاڼی او تـندی بیا سره وجنګېدل
منځ ته به زخم د ګـواښ کړوني په شان بېرته راشي

دروېشه داسي به و نه شي چي زموږ هدیرې
سپین ږیري وګرځوي ټول او ځوانان بېرته راشي
دروېش دُرانی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button