افغانستان د ګټې لور ته روان دی

ولې خپه یو؟
نن وو او که سبا دا وطنوال به بېرته خپل وطن ته راگرځېدل؛ دا سمه ده چې له یو کوره بل کور کډه کېدل انسان خپه کوي، د یو څه وخت لهپاره یې اسایش نااراموي، دا خو بیا د هېوادونو خبره ده، خو که لږ هم اوږد فکر ولرو، افغانستان د گټې لور ته روان دی، گاونډیانو سره کرښې کش کول به لا ښه معلوم شي. نور به مو «افغان مهاجرین» خوږه گوته نهوي!
همدا نن مې هم د نړیوال بانک تازه راپور لوستو چې پاکستان ته د افغانستان په صادراتو کې ۱۷% کموالی راغلی، پهداسې حال کې چې هندوستان ته او نورو هېوادونو ته په صادراتو کې بیا ۴۰% ډېروالی راغلی او همدارنگه افغانۍ د کلدارې په مقابل کې ۳۴% خپل ارزښت لوړ کړی.
گاونډیان له زښت بد اقتصادي حالت رنځېږي، دا ورته بېخي «شارټکټ» لاره ښکاره شوه چې څه کم ۲ مېلیونه نفوس پهدې ډول کم کړي خو خبر نهدي، چې شرِ بخیزد که خیرِ ما باشد!
موږ ډېر ښه خپل اتفاق تمثیلوو، موږ مخکې ځو.
لیکنه: عبدالوافي نایبزی