د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس (COP26) او افغانستان

د اقلیم د بدلون د ستونزې د حل لپاره، ملګري ملتونه د ۱۹۹۵ کال راهیسې هر کال نړیوال کنفرانسونو جوړوي. سږ کال دا غونډه د بریتانیا په ګلاسګو کې روانه ده چې دوه اونۍ به دوام وکړي. دا غونډه ځانګری ارزښت لري ځکه:
۱. په ۲۰۱۵ کال غونډه چې پاریس کې جوړه شوه د نړۍ نېږدې ټولو هېوادونو (پرته له ۴ هېوادونو – سوریه، ارتیریا،….) د اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره تړون لاسلیک کړ چې د پاریس تړون Paris Agreement په نامه هم یادېږي. په دې تړون کې د نړۍ مشرانو ژمنه وکړه چې د هوا ته صادرېدونکو مضرو ګازونو راټیټولو لپاره اقدام کوي. همدارنګه ژمنه وشوه چې هر کال به له مخ پر ودې هېوادونو سره ټولټال د ۱۰۰ میلیارده ډالرو مرسته کوي تر څو هغوی چې له اقلیمي بدلون اغېزمن شوي ورسره مبارزه وکړي.
۲. د اقلیمي بدلون په اړه سږنۍ غونډه د ۲۰۱۵ کال له هغې دوهمه لویه غونډه ده چې د نړۍ مشرانو سربېره په کې لویو شرکتونو هم ګډون کړی. تمه ده چې دوی به هم د اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره ژمنې وکړي.
۳. سږنۍ غونډه به د تېرو کلونو فعالیت ارزوي، چې د راپورونو له مخې د تمه څخه لږ و. همدارنګه به هڅه وکړي عملي لارچارې په ګوته کړي چې په راتلونکو کلونو کې ترسره شي.
۴. د مالي مرستو لپاره به هم اړین تصامیم ونیول شي تر څو وروسته پاتې هېوادونو ته مرستې ډېرې شي او هغوی د اقلیمي بدلون لپاره مبارزه وکړي.
افغانستان د پاریس په غونډه کې ګډون کړی و. دا چې افغانستان له اقلیمي بدلون څخه زیانمن شوی هېواد دی، نو یې اړوند ادارو ته څو پروپوزلو وړاندې کړل چې ځینې یې ومنل شول. خو چارې یې تراوسه نه وې بشپړې شوې. سږنۍ غونډه د افغانستان لپاره ډېره اړینه وه چې په کې یې د اقلیمي بدلون څخه د رامنځ ته شویو وچکالیو او سېلابونو ستونزه نړیوالو ته رسولې وای. خو له بده مرغه هېڅوک په کې د افغانستان استازولي نه کوي. د دې غونډې لپاره ولسمشر غني ته بلنه ورکړل شوې او پلان و چې په غونډه کې به ګډون کوي خو وروستیو بدلونونو هرڅه ګډوډ کړل. اوسني چارواکي د دې غونډې په ارزښت یې نه پوهېږي. که نه دوی کولای شول د ولس ستونزې له دې لارې نړیوالو ته ورسوي. د دې ترڅنګ په بریتانیا کې افغان سفارت، که څه هم په افغانستان کې له واکمنو سره اړیکه نلري، باید په دې مهمه غونډه کې ګدون کړی وای تر څو یې د مسلسلو وچکالیو د زیانمن شوي ولس غږ نړیوالو ته رسولی وای.
بله مهمه خبر دا ده چې د اقلیمی بدلون اړوند مرستې د بشري مرستو Humanitarian ګټګورۍ کې نه راځي. له همدې کبله اوسنۍ ادارې ته به تر رسمي پېژندلو پورې ورنکړل شي. په دې معنی چې افغانستان به راتلونکو کلونو کې هم د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزې ګالي خو پر وړاندې به یې هېڅ نه ترلاسه کوي.
دا چې غونډه لس ورځې نوره هم روانه ده هیله ده په لندن کې افغان سفارت او یا هم اوسني واکمن د رسمي چینلونو له لارې د افغان ولس ستونزې دې غونډې ته ورسوي. همدارنګه ترې وغواړي چې د اقلیمي بدلون اړوند مالي مرستې باید د بندیزونو له کبله لږ نشي تر څو افغانستان وکړی شي څه نا څه د دې ستونزې د ناوړه پایلو مخنیوی وکړي.
لیکنه: محمد عاصم مایار