د وینې د لوړ فشار ځینې نښې

د وینې لوړ فشار یو له زیاتو خپریدونکو ناروغیو څخه دی، خو ددې نښې کمې موندل کیږی، مګر که درملنه یې ونشي ممکن د جدي پیچلتیاو لامل شي.
د وینې لوړ فشار نښو څرګندیدلو کم امکان په پام کې نیولو سره ددې یوازینۍ لار په منظم ډول معاینه ترسره کول دي.
د وینې لوړ فشار د وینې پر رګونو، زړه او نورو عضلاتو اضافي فشار راولي، او په ځینې حالاتو کې دغه وضعیت زیاتیدلای شي لکه د لوړ فشار بحران، کله چې د فشار شدید زیاتوالی رامنځته شي، دغه مهال وګړو ته په فالج د اخته کېدو خطر رامنځته کیږي.
له همدې امله د «مایو کلینیک» د وینې لوړ فشار ځینې نښې څرګندې کړي، چې باید پاملرنه ورته وشي تر څو مو درملنه اسانه او ژوند مو وژغوري، دغه نښې په لاندې ډول دي:
په سینه کې سخت درد
سخته سردردي، چې ورسره لید هم خړپړ وي
زړه بدي او قۍ کول
سخته اندیښنه یا ژور خپګان
ساه تنګي
تکراري دورې
د چاپیریال سره سم نه تلل
د وینې لوړ فشار بحران لپاره باید درملنه په روغتون کې ترسره شي، تر څو ناروغ په سمه توګه یا له هرې لارې درمل واخلي.
دغه راز شونې ده چې ناروغ د وینې لوړ فشار درجه په ژوند کې د ځینو اسانه بدلونونو په رامنځته کولو ټيټه کړي، لکه د هغه خوراکونو استعمال چې روغتیا لپاره ګټور وي، د مالګې کم استعمال، د نورو خوړو په پرتله میوې او سبزیجات خوښول، کم غوړ لرونکي خواړه، هغه خواړه چې لوړه کچه فایبر ولري لکه وریجې، دال، لوبیا او نور دانه لرونکي خواړه.
په منظم ډول ورزش ترسره کول هم د لوړ فشار کچه ټيټوي، ځکه چې دا د زړه او د وینې ناروغیو مخنیوی کوي، دغه راز په وزن کمولو کې مرسته کوي، (د وزن کمول د فشار ټيټیدلو په معنا دی).
لیکنه: فیاض افغان