پر رسول الله صلی الله علیه وسلم د درود ویلو ۴۰ ګټې
۱: د الله امر په ځای کول.
۲: له الله سره موافقت که څه هم د دواړو درود توپیر لري.
۳: له ملایکو سره په درود ویلو کې موافقت.
۴: د الله له لوري په درود ویونکي لس ځله درود ویل کیږي.
۵: په درود سره لس درجې ترلاسه کیږي.
۶: درود ویونکي ته لس نېکۍ لیکل کیږي.
۷: په درود سره لس ګناهونه بښل کیږي.
۸: درود د دعا قبیلدلو سبب کیږي.
۹: درود د رسول الله د شفاعت ترلاسه کولو سبب کیږي.
۱۰: د ګناهونو د بښلو سبب کیږي.
۱۱: په درود سره الله د بنده غمونه او اندېښنې ختموي.
۱۲: د قیامت په ورځ به درود ویونکی رسول الله ته نږدې وي.
۱۳: د غریب سړي له پاره درود د صدقې ځای نیسي.
۱۴: درود د اړتیاو د پوره کیدلو لامل ګرځي.
۱۵: درود دالله او ملایکو له لوري د درود سبب کیږي.
۱۶: په درود سره انسان پاکي او تزکیه ترلاسه کوي.
۱۷: په درود ویونکي به له مرګ مخکي د جنت زیری کیږي.
۱۸: درود ویونکی به د اخرت له سختیو نجات ترلاسه کوي.
۱۹: د درود په برکت انسان ته هیر شوي شیان وریادیږي.
۲۰: درود ویونکي او سلام کوونکي ته رسول الله ځواب ورکوي.
۲۱: درود ویونکی به د اخرت په ورځ نه پښیمانه کیږي.
۲۲: په درود سره فقر او غریبي له منځه ځي.
۲۳: په درود ویلو سره د بخل ناروغي او بدخويي له منځه ځي.
۲۴: درود ویونکي ته هیڅوک ښېرا نشي کولی.
۲۵: د درود په برکت د جنت لاره موندل کیږي.
۲۸: د غافلانو په مجلس کې سړی له غفلت نه ژغورل کیږي.
۲۷: خطبې او نورې ویناوې په درود سره پای مومي.
۲۸: درود په صراط (لاره) د پوره رڼا سبب ګرځي.
۲۹: په انسان کې جفا او سختي ختموي.
۳۰: د اسمانونو او ځمکې د مخلوقاتو په منځ کې الله درود ویونکی ښه یادوي.
۳۱: درود د برکتونو سبب ګرځي.
۳۲: په درود سره د الله رحمت ترلاسه کیږي.
۳۳: درود ویل په مومن کې له رسول الله سره مینه زیاتوي.
۳۴: له درود ویونکي سره رسول الله مینه کوي.
۳۵: درود ویل د هدایت او د زړه د بیداري سبب ګرځي.
۳۶: رسول الله ته د درود ویونکي نوم اخیستل کیږي.
۳۷: په صراط به د درود ویونکي قدم ثابت وي.
۳۸: په درود سره د رسول الله د حق یوه برخه اداکیږي.
۳۹: د درود په ترڅ کې د الله ذکر او شکر هم راځي .
۴۰: درود دعا ده .
لیکنه: حامد افغان