ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی ایران ته ولاړ

عزم: (شنبې، د لړم ۱۳مه، ۱۴۰۲)؛ ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د برادر په مشرۍ دغه پلاوي د ایران په بلنه نن (شنبه د لړم ۱۳مه) یاد هېواد ته سفر کړی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: “په دې سفر کې به د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال او مل پلاوی له ایراني چارواکو سره د دوهاړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ترانزیټ، ترانسپورت، زېربناوو، رېل پټلۍ، سیمهییز اتصال، چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پر زیاتوالي، په دې بندر کې د افغانستان د ښکېلتیا د پراختیا، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړي.”
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت دا هم ویلي چې ملا برادر به په دغه سفر کې د ایران دولت او خصوصي سکټور په افغانستان کې د کرنې، کانونو، ترانسپورت او صنعت سکټور کې پانګونې ته راوبولي.