افغانستان، ازبکستان او پاکستان د اوسپنې‌پټلۍ د چارواکو ترمنځ درې اړخیزه غونډه وشوه

عزم: (شنبې، د لړم ۱۳مه، ۱۴۰۲)؛ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د ازبکستان د لوژستیک
او ترانسپورت په ملي نندارتون کې ګډون وکړ او د افغانستان، ازبکستان او پاکستان د اوسپنې‌پټلۍ ادارې د مسوولانو ترمنځ درې اړخیزه غونډه جوړه شوه.

د دې ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د اوسپنې‌پټلۍ ادارې د ستر سلاکار انجنير ميرويس غفوري پر مشرۍ د ازبکستان د لوژستيکي او ترانسپورت له ملي نندارتون څخه، چې په تاشکند ښار کې جوړ شوى و؛ د لوژستيکي او ترانسپورتي برخو د بېلابېلو شرکتونو له استازیو او مسوولانو سره وکتل او د ترانسپورت او لوژستیک د برخې د بارونو د کانتینري کولو، واګون او ماشینونو جوړولو په اړه بحثونه وشول.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې، د دغه نندارتون په څنډه کې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان د اوسپنې پټلۍ د چارواکو تر منځ درې اړخیزه غونډه تر سره شوه او د ترانس افغان اوسپنې پټلۍ د پروژې په اړه بحث او خبرې وشوې.

د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي: «په دې غونډه کې يادې پروژې ته د پانګونې د جلبولو په تړاو د يوه نړيوال شرکت له‌خوا پر چمتو شويو معلوماتو وړاندې کولو بحث وشو او د يادې طرحې د بشپړېدو لپاره اصلاحي نظريې وړاندې شوې.»

د افغانستان د اوسپنې‌پټلۍ ادارې زیاته کړې، چې د دغې ناستې په پای کې د درې واړو هېوادونو د اوسپنې‌پټلۍ مسوولانو پرېکړه وکړه، چې د یاد راپور له بشپړېدو وروسته به د دغو هېوادونو، مالي او پولي موسسو او شرکتونو د پانګونې د جلبولو لپاره ژر تر ژره دغه پروژه پیل او د تاشکند به یې په یوه نندارتون کې به نندارې ته وړاندې شي، چې د هېوادونو پانګونه، سازمانونه او شرکتونه راجلب او په حقیقت کې د دې مهمې پروژې کار پیل کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button