کندهار کې په یوې ترافیکي پېښه کې درې تنه مړه او څلور ټپیان شول

عزم: (شنبې، د لړم ۱۳مه، ۱۴۰۲)؛ د کندهار په دامان ولسوالي کې د دوو موټرو د ټکر له امله درې تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت د ترافیکو مسوولان وایي، چي پېښه نن (شنبه، ۱۳ د لړم) د دامان ولسوالي اړوند «ترنک پُل» سیمه کې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې.

مسوولانو زیاته کړې چې ټکر د یوه «میرا» او «لکسل» موټر ترمنځ شوی، چې په ترڅ کې یې  درې کسه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

د دوی په خبره، ټپیان یې میرویس حوزوي روغتون ته انتقال کړي، خو د روغتیایي وضعیت په اړه یې څه نه دي ویلي.

هېواد کی د ترافیکي پېښو اصلي لاملونه د موټر چلوونکو بې احتیاطي، تېز رفتار او د سړکونو خرابوالی ښودل شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!