څلورمه لویه ګناه مونځ پرېښودل (څلورمه برخه)د جمعې لمونځ پرېښودل

د جمع لمونځ پرېښودل :

ټولونکی : فیصل شينواری

يَوْمَ يُكْشَفُ عَن سَاقٍ وَيُدْعَوْنَ إِلَى السُّجُودِ فَلاَ يَسْتَطِيعُونَ (۴۲) خَاشِعَةً أَبْصَارُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ وَقَدْ كَانُوا يُدْعَوْنَ إِلَى السُّجُودِ وَهُمْ سَالِمُونَ (۴۳) په كومه ورځ چې سخته وېره راشي او دوى سجدې كولو ته راوبلل شي نوبيا به يې نه شي كولاى ، سترګي به يې ټيټي وي او ذلت به پرې خپرېدونكى وي حال دا چې  په دنيا كې  سجدې ته رابلل كېدل دوى روغ جوړ وو .

 دوى به د قيامت په ورځ باندې هم دا ډول پښېمانه او ذليله وي حال داچې په دنيا كې به سجدې ته رابلل كېدل . ابراهيم التيمي وايي :  دا هغه كسان دي چې فرض لمونځ د اذان او اقامت سره پرېږدي  او سعيد بن مسيب وايي: (حى على الصلاة، حى على الفلاح) به يې په داسي حال كې اورېدل چې روغ رمټ وو او د اذان ځواب به يې نه وركاوه.

كعب الاحبار وايي :  قسم په خداى  جل جلاله  چې خداى  جل جلاله  دا ايت د هغو كسانو په اړوند نازل كړى دى چې د جمع د لمونځ څخه پاتي كيږي د دې څخه پرته سخته سزا د هغه چا لپاره ده چې د جمع د لمانځه څخه په داسې حال كې پاتې كيږي چې روغ رمټ وي، په صحيحنو كې د پېغمبر  صلی الله علیه وسلم  څخه روايت شوى دى چې پېغمبر  صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي:  ( لقد همت ان امر بالصلاة فتقام ثم امر رجلاً فيوم الناس ثم انطلق معى برجال معهم حزم من حطب الى قوم لا يشهدون الصلاة فى الجماعة فاخرق عليهم بيوتهم بالنار ) ( قصد مې وكړ چې د لمانځه امر وكړم او يو سړي ته اجازه وركړم چې خلكو ته امامت وركړي او بيا يو څه خلك د ځان سره روان كړم چې د لرګيو ګيډى هم ورسره وي، د هغو خلكو كورونو ته لاړشم چې د جمع لمانځه ته نه راځي اوكورونو ته يې اور ورواچوم .)  ، پېغمبر  صلی الله علیه وسلم  په پرېښودلو سره يواځي د دوى د كورونو په سوزولو بسنه نه كوي او وايي چې په داسي حال كې يې كورونو ته اور ورواچوم چې د كور سامان او كوچينيان يې هم په كور كې وي.

په صحيح مسلم كې راغلي دي : ( يووړوند سړى پېغمبر صلی الله علیه وسلم  ته راغى   وې ويل : ( اى دخداى جل جلاله   پېغمبره! څوك مې نشته چې جومات ته مې راولي، ماته اجازه راكړه چې په كور كې لمونځ اداءكړم ) پېغمبر صلی الله علیه وسلم  ورته اجازه وركړه خو كله چې سړى روان شو پېغمبر  صلی الله علیه وسلم  ورته وويل : ( هل تسمع النداء بالصلوة؟ )ايا ته دلمانځه درابللو اواز ( اذان ) اورې؟ هغه وويل هو پېغمبر  صلی الله علیه وسلم  ورته وويل: ( فاجب ) دلمانځه رابلل (اذان )و منه.

ابوداود دعمرو ابن ام مكتوم څخه روايت كړى دى چې پېغمبر  صلی الله علیه وسلم  ته ورغلم ورته مې وويل: ( اى دخداى  جل جلاله  پېغمبره ! مدينه منوره ډېرماران اوحشرات لري.

زه د سترګو څخه كمزورى يم ،كور مې د جومات څخه ډېر وړاندي دى او لارښوونكى مې راسره نرمي هم نه كوي ، نو ايا ما ته اجازه ده چې په كور كې لمونځ وكړم؟ پېغمبر ورته وويل : ( هل تسمع النداء ) ايا اواز ( اذان ) اورې ؟ هغه وويل: ( هو ) پېغمبر  صلی الله علیه وسلم  ورته وويل :  فاجب فانى لا اجدلك رخصته وې  منه زه تا ته اجازه دركولاى  نه شم .

دا خو يو معذور سړىوچې جومات ته يې دراتللودتكليف اود لارښوونكي شكايتونه پېغمبر  صلی الله علیه وسلم  ته وكړ،د دې سره ـ سره پېغمبر صلی الله علیه وسلم  ورته اجازه ورنه كړه چې په كور كې لمونځ  وكړي .

نو دسترګور سړي به حال څرنګه وي چې عذر هم نه لري؟ كله چې دابن عباس  رضی الله عنه  څخه دهغه سړي په اړوندچې دورځې روژه نيسي او د شپې  لمونځ نه كوي پوښتنه وشوه، ابن عباس  رضی الله عنه  وويل : ( ان مات على هذا فهو فى النار ) كه دى په دې ډول مړ شي نو په دوزخ كې به  وي .

ابوهريره  رضی الله عنه  وايي :  چې سړى آذان واوري اوځواب ورنه كړي دا ورته ښه ده چې غوږونه يې دويلي شوو جستوڅخه ډك شي .

دابن عباس  رضی الله عنه  نه روايت شوى دى وايي پېغمبر صلی الله علیه وسلم  وويل : من سمع المنادي بالصلوة فلم يمنعه من اتباعه عذر  قيل وماالعذريارسول الله ؟ قال :خوف اومرض لم تقبل منه الصلوة التي صلي ) څوك چې دلمانځه آواز ( آذان ) واوري اوجومات ته د نه تللو  شرعي عذريې هم نه وي په کورکې يې لمونځ نه کيږي. صحابه كرامورضی الله تعالی عنهم وويل اى دخداى  جل جلاله  پېغمبره ! عذرڅه شى دى ؟ پېغمبر صلی الله علیه وسلم  وويل : ( ويره اومرض ).

په مستدرك كې حاكم دابن عباس  رضی الله عنه  نه روايت شوى دى وايي پېغمبر صلی الله علیه وسلم  وويل : ( ثلا ثة  لعنهم الله: من تقدم قوما وهم له كارهون وامراة باتت وزوجها عليهاساخط،و رجل سمع حى على الصلوة حى على الفلاح ثم لم يجب )

ژباړه : خداى  جل جلاله  په درې كسانوباندې لعنت ويلى دى (١)څوك چې يو قوم ته د امامت له پاره مخكي شي او خلك يې په امامت باندې خوښ نه وي (٢)مېرمن چې د مېړه سره شپه تېره كړي او مېړه يې ورڅخه ناراضه وي (٣) هغه سړى چې اذان واوري او د اذان ځواب ورنه كړي .

حضرت على بن ابى طالب  رضی الله عنه  وايي : (لاصلاة الجار المسجد الافى المسجد ) قيل ومن جار المسجد؟ قال: ( من سمع الاذان )  د جومات د ګاونډي لمونځ د جومات څخه پرته په بل ځاى كې نه منل كيږي ، چا ورته وويل : د جومات ګاونډى څوك دى ؟ حضرت علي  رضی الله عنه  وويل : ( څوك چې اذان اوري .

بخاري د عبدالله بن مسعود  رضی الله عنه  څخه روايت كړى دى وايي :  څوك چې سبا ( دقيامت په ورځ غواړي چې د خداى  جل جلاله  سره مسلمان مخامخ شي پنځه وخته لمونځ دي په پابندى سره اداء كړي. په رښتيا چې خداى  جل جلاله  د پېغمبر  صلی الله علیه وسلم  له پاره سنت موكد ورکړي دي و.

كه چيرې تاسوپه كور كې لمونځ لكه د لمانځه وروسته كوونكي وكړئ د پېغمبر  صلی الله علیه وسلم  سنت به مو پرې اېښي وي او كه د پېغمبر صلی الله علیه وسلم  سنت مو پرېښودل نو ګمراه به شى .

مونږ به ډېر خلك ليدل چې د جمع لمانځه ته به راتلل او هيڅوك به نه پاتې كېدى مګر منافق ( چې منافقت به يې څرګند و ) او بل مريض به د جمع لمونځ ته نه راتلو.

( جومات ته به دجمع له پاره داسي كسان هم راتلل چې نورو كسانو به د اوږو څخه نيولي و او په صف كې به يې د جمع له پاره درلود.

د ربيع بن خيث يو اړخ فلج وهلى و ،لمانځه ته به چې وتللو په دوه كسانوباندې به يې تكيه وهله خلكو به ورته ويل : ( اى د محمد پلاره! تا ته خو اجازه شته چې په كور كې لمونځ وكړې ځكه چې ته معذوره يې ) ربيع بن خيثم به ويل : ( لكه تاسو چې يې وايي همداسي ده خو د موذن څخه اورم چې وايي : ( حى على الصلاة ، حىعلى الفلاح ) نو څوك يې چې وس لري ځوابدي وركړي جومات ته دي راشي اګر په راكښولو او يا د بل چا په مرسته باندې وي .

حاتم الاصم وايي : ( يو ځل دجمع لمونځ راڅخه پاتې شو ،يواځې ابواسحاق البخاري تسلي راكړه كه چيري زما زوى مړ شوى واى نو لسو زرو څخه به ډېرو كسانو تسلي راكړې واى. ځكه چې خلكو ته د دين څخه د دنيا تكليف سخت دى .ځيني پخواني خلك ( بزرګان ) وايي : ( د جمع يو لمونځ هم د چا څخه نه پاتي كيږي مګر د مخكنۍ ګناه په وجه ورڅخه پاتې كيږي ) يوه ورځ حضرت عمرفاروق  رضی الله عنه  باغ ته ووتلو ، كله چې د باغ څخه بېرته راوګرځېدو خلكو د مازديګرجمع كړې وه ، حضرت عمر فاروق  رضی الله عنه  وويل: ( په رښتيا چې مونږ دخداى  جل جلاله  يو او خداى  جل جلاله  ته بېرته ورګرځېدونكي يو، د مازديګر جمع راڅخه پاتې شوه  اې خلكو! شاهدان اوسى چې زما دا باغ  مسكينانو ته صدقه شو چې د جمع ځاى ونيسي ، په باغ كې د خورما ونې ولاړې  وې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button