طالبان:دولتي منسوبین دې پوه شي چې امریکا ترې ددوستم په څیر د یوه جنګي ابزار کار اخلي

عزم(چهار شنبه، ۱۳لیندۍ ،۱۳۹۸)طالبانو په خپله سرمقاله کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د قوماندان جنرال سکاټ میلر له خوا جنرال دوستم د یوه مډال او د ناټو د یوه نښان د ورکړې په هکله تبصره کړې او ویلي یې دي، په داسې حال کې چې جنرال دوستم د بشرضده جرایمو له امله امریکا ته له ورتګ څخه ممنوع دی، په همهاله توګه ورته د ناټو یو جنرال د هغه د پخوانیو هڅو او کارنامو مډالونه هم ورکوي چې په وینا یې« له همدې څخه د اشغالګرو سرچپه معیارونه ښه څرګندیږي، چې یو نړیوال بشري مجرم ته دوی زموږ په هیواد کې مډالونه ورټومبي، خو خپلي امریکا ته یې په ویزه د ورتګ اجازه نه ورکوي»
طالبانو ویلي، که څه هم دغو جنرالانو رسنیو ته وویل، چې په شمال کې د امنیت پرمسئله خبري کول یې د بحث اجنډا وه، « ولي حقیقت دا دی چې جنرال میلر غواړي د کابل ادارې د ناندریزو او شرموونکو انتخاباتو حل په داسي شکل را وباسي چې د دوی فرمایشونه پکي ځای پرځای شي، او د ګډوډۍ مخه ډب کړي»
طالبانو پر پخواني والي احمد ایشجي د جنرال دوستم له خوا شرموونکې قضیې ته اشاره کړې چې په وینا یې« د ایشچي مسئله اوس هم د کابل د څارنوالانو او قاضیانو پرمیزونو پرته ده، خو د ښورولو او څیړلو یې هیڅوک هم نه جرأت کوي او نه یې مسئولیت ګڼي، ځکه چې ترشا یې د سکاټ میلر غوندي اشغالګرو ملاتړ دی»
طالبان وایي، لکه څنګه چې جنرال دوستم امریکایانو ته د جنګي ابزار حیثیت لري «د اشغالګرو ټول معیارونه همداسي سرچپه دي، افغان ولس پوهیږي چې اشغالګر يې په هر ارزښت ملنډي وهي، خو ګوډاګیان دې هم په دې پوه شي چې له دوی نه هم د یو لنډه مهالي جنګي ابزار په توګه استفاده کیږي، وروسته به بیا هم دوی د همدې اشغالګرو له لوري ذلیله کیږي»
د یادونې وړ ده چې د 2016م کال په اپریل کې جنرال دوستم غوښتل چې امریکا ته د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه رسمي سفر وکړي، خو امریکا ورته اجازه ورنکړه.
نیویارک ټایمز د امریکایی چارواکو له خولې ولیکل چې دوستم په بشري جنایاتو ککړ انسان دی، د امریکا قانون اجازه نشي ورکولای چې داسي شخص امریکا ته داخل شي.