Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

(KPF) په خوست کې بدنام امريکايي مليشه ځواک

ليکنه : بدر ( بتار )
Kpf (Khost protection force) يا ( د خوست ساتونکی ځواک ) چې د خوست عام خلک يې د کمپاين د ځواکونو او ضربتيانو په نامه يادوي هغه بدنام مليشه ځواک دی چې په ۲۰۰۱ م کال کې د امريکا د څارګرې ادارې (cia) له لوري په خوست ولايت کې رامنځته شوی دی، په دې مليشه ځواک کې د کمونستانو پاتې شوني او د جنايي ډلو غړي او بدمعاشان استخدام شوي دي، دې مليشه ځواک ته داسې روزنه ورکول شوې ده چې د درنده ګانو په څير عمل کوي او هيڅ ډول انساني ارزښتونو او نورمونو ته احترام نه لري، دوی ته د انسانانو ژوند بې معنی دی، د انسانانو له قتل او پر دوی باندې له وحشت څخه پرته بل څه نه پيژني، دا ځواک د امريکا د څارګرې ادارې (cia) له خوا په پرمختللو پوځي تجهيزاتو سمبال شوی دی او د اکمال او تمويل چارې يې د (cia) له لوري ترسره کيږي، په دې ځواک د کابل اداره هيڅ کنټرول او واک نه لري، يوازې د خوست ولايت د ملي امنيت له رياست سره ( چې په هغه کې هم د پخوانيو کمونستانو پاتې شوني مسلط دي ) اړيکه او تماس لري.
دا بدنام مليشه ځواک زيات عمليات په خوست، پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې سرته رسوي، زياتره وخت په خپلو عملياتو کې ولسي افغانان په نښه کوي او بسته بسته کورنۍ له منځه وړي، د ولسي افغانانو پر ضد د دې بدنام مليشه ځواک د حشتونو او ظلمونو ډيرې دردوونکې پيښې په تيرو دوه لسيزو کې ريپورټ شوې او خپرې شوې دي، نړيوالو معتبرو رسنيو او سازمانونو هم د ولسي وګړو پر ضد د دې بدنام مليشه ځواک د جنايتونو او وحشتونو په اړه تفصيلي راپورنه خپاره کړي دي او د ډيرو بوږنوونکو پيښو خبر يې ورکړی دی، خو بهرني يرغلګر ځواکونو او د کابل اداره په دې اړه تراوسه چوپه خوله پاتې دي.
پر دې ملیشه ځواکونو دوه ورځې وړاندې د طالبانو بريد چې د روان (۲۰۲۰م کال) د ډسمبر له ۲ نيټې سره سمون خوري، په همدې مليشه ځواکونو تر ټولو خونړی او ستر بريد ؤ، دا بريد د دې مليشه ځواک په هغه عسکرو د موټر بم په مټ ترسره شو چې د معاش اخيستلو لپاره د دې مليشه ځواک د مرکزي کيمپ په ورودي دروازه کې ( چې د خوست د مرکز اړونو د کاروان سرای په سيمه کې واقع ده ) راټول شوي وو. ويل کيږي چې په دې بريد کې د دوی لسګونه تنه سرتيري وژل شوي او ټپيان شوي دي او لسګونه عرادې موټر يې تخريب شوي دي.
سره له دې چې په دې بدنام مليشه ځواکونو د ياد بريد مسؤليت چا نه دی منلی، خو ځينو سايټونو ته په سيمه کې د طالبانو يوې نيږدې سرچينې ويلي دي چې دا بريد دوی ترسره کړی دی او د هغه جنايتونو او وحشتونو په غچ کې يې ترسره کړی دی چې په دې وروستيو وختونو کې دې بدنام مليشه ځواک د خوست ولايت په بيلابيلو سيمو کې د ولسي افغانانو پر ضد ترسره کړي وو.
تر اوسه د دې بريد په اړه په خپله دې مليشه ځواک او د کابل د ادارې سرچينو څه نه دي ويلي، خو دې ځواک په خوست کې دومره زياته ويره خپره کړې ده چې خبريالان د دوی له اجازې څخه پرته نشي کولای پر دوی باندې د کوم بريد خبر ورکړي او يا د دوی د جنايتونو په اړه څه خپاره کړي او کومو خبريالانو چې داسې جرأت کړی دی، يا په مرموز ډول وژل شوي دي او يا نيول شوي، تهديد شوي او ډبول شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button