ولې باید د اسلامي امارت ملاتړ وشي؟

خط اول

افغانستان نور د سیاسي بدلونونو، یرغلونو، جگړو، وژنو او ورانۍ زور نه لري. موږ هم انسانان یو. موږ هم الله ﷻ پیدا کړي یو او د نړۍ په دې کوچنۍ کُره کې د ژوند حق لرو. افغانستان په دومره پراخه طبیعي زېرمو کې بیا هم د نړۍ یو بې‌وزله هېواد دی، چې له نیمايي ډېر وگړي یې اوس هم د شپې په نهاره ویده کېږي. په تېره یوه پېړۍ کې پر افغانستان د انگرېزانو، بیا د روسانو او بیا د امریکا یرغلونه تېر شول. موږ څو پېړۍ شاتگ وکړ. نسبتاً یو جوړ هېواد روسانو په کنډواله بدل کړ. موږ لا له روسانو نه د ازادۍ اخیستو خوند نه و لیدلی، چې دلته کورنۍ جگړه پیل شوه او هغه څه چې روسانو نه و وران کړي، هغه په کورنیو جگړو کې له منځه یوړل شول. د طالبانو په تېره واکمنۍ کې هم شمال ټلوالې مقاومت کاوه او شمالي ولایتونه تر اخیره د جگړې تاوده ډگرونه وو.

د امریکا او ناټو سره له شل کلنې سختې مبارزې وروسته دوی هم خپلې کډې بار کړې. ملت د ارامۍ ساه نه وه اخیستې، چې د پنجشېر ډرامه پیل شوه. د پنجشېر له تسلیمۍ وروسته د داعش په نامه یو ځای بل ځای بریدونه کېږي او ملت لا هم پوره د ارامۍ ساه اخیستې نه ده. د افغانستان اسلامي امارت د واکمنۍ څه کم څلور میاشتې کېږي؛ خو په همدې کمه موده کې گڼ بدلونونه راغلل. وزیران وټاکل شول، والیان وگمارل شول، حکومتي څرخ په تاوېدو شو او کاروبارونه بېرته پیل شول. اوس یوازې یوه لویه ستونزه د پېژندنې ده. له تېرې اوونۍ راهیسې متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان په کابل کې خپل سفارتونه پرانیستل. جرمني، جاپان، هندوستان او یو شمېر نورو هېوادونو هم ژمنه کړې ده، چې ډېر ژر به خپل تړلي سفارتونه بېرته پرانیزي. دغه ستونزه هم ورو ـ ورو حلېږي. خو د افغانستان اسلامي امارت له گڼ شمېر نورو ستونزو سره هم مخامخ دی. امریکا د افغانستان څه باندې ۹ مېلیارده ډالر شتمني کنگل کړې، نړیوال بانک خپلې مرستې درولې، اروپايي ټولنه هم اوس مرستې نه کوي او په هېواد کې ورځ تر بلې د فقر کچه لوړېږي.

اوسنی فقر د افغانستان اسلامي امارت په راتګ نه دی راغلی، بلکې همدا پرو سږکال اشرف غني په خپله خوله اقرار وکړ، چې په هېواد کې څه باندې ۷۰سلنه خلک په لوږه ویده کېږي. له جمهوریت سره د پراخه مرستو سربېره بیا هم ملت وږی و؛ ځکه د نړۍ ډېرې مرستې یوازې د څو کسانو جېبونو ته تللې او دلته حق حقدار نه سپارل کېده. د افغانستان اسلامي امارت اوس‌مهال له گڼو جگړو سره لاس او گرېوان دی، چې لویه جگړه هغه د فقر ختمول دي. د دې سربېره اوسنی حکومت د نړۍ د شریرو هېوادونو له تبلیغاتي جگړې سره هم مخ دی او ټوله ورځ یوازې دې ته ناست وي، چې څنگه د دوی کومه وړه تېروتنه وګوري او په خپلو رسنیو کې ورته زور ورکړي او لویه یې ښکاره کړي.

د اوسني حکومت ملاتړ باید ځکه وشي چې:

۱: د اوسني حکومت وزیر، والي، مرستیال، ولسوال، قومندان او عسکر یې په فساد ککړ نه دي. دوی د کرزي او اشرف غني د حکومت د وزیرانو په شان په بهر کې ځانونو ته کاروبارونه  نه دي روان کړي. نه خپله اداري فساد کوي او نه ورته بل څوک پرېږدي.

۲: د ملت لویه هیله امن و. اوسمهال د هېواد په ټولو ولایتونو کې امنیت د ډاډ وړ دی. خلک اوسمهال لرې ولایتونو ته هم د شپې سفر کوي او د وېرې او ډار احساس نه کوي. خو څو میاشتې وړاندې په کابل کې داسې د وېرې فضا خپره وه، چې خلک به له ډېر اړین کار پرته بهر نه تلل. موټر چلوونکی به له سپرلۍ او سپرلۍ به له موټر چلوونکي وېرېدل.

۳: اوسني حاکمان د هېواد جوړونې پخه اراده لري. په همدا تېرو څلورو میاشتو کې د گڼو پروژو کارونه پیل شوي دي. اوس له پروژې زورواکي، لنډه‌غر او نور خپله برخه نه اخلي، بلکې ټوله بودیجه په اړوند کارونو لږېږي.

۴: د اوسني حکومت په راتگ سره په هېواد کې د واک جزیرې ختمې شوې. اوس له شماله تر ختیځه او له لوېديځه تر سوېله ټول تر یو امر لاندې دي. اوس‌مهال په شمال کې د دوستم، عطاء نور، په لوېدیځ کې د اسعمیل خان، په پنجشېر کې د احمد مسعود، په کابل کې د سیاف، رباني، امرالله صالح او د نورو واک ختم شوی دی. اوس له ملت باج نه اخیستل کېږي او نه د هېواد پانگه په بهرنیو کې هېوادونو کې لږېږي، بلکې شته پانگه په پوره روڼتیا د ملت خزانې ته سپارل کېږي.

۵: د افغانستان اسلامي امارت گڼې ښېگڼې لري او ټول ملت ته پکار ده، چې لومړی شکر وباسي او بیا د اوسني حکومت پوره ملاتړ وکړي. که اللهﷻ مه کړه بیا موږ د یوه بل یرغل له لاندې راځو، نو بیا به نه اوسنی افغانستان پاتې وي او نه به شته ملت ښه ورځ وویني.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button