Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

سالنګونه؛ د افغان وجود د ملا مهره..لړۍ/درېیمه برخه

ج- سالنګ ولسوالۍ موقیعت

سالنګونه د افغانستان په پروان ولایت پورې اړوندیږي او په خپله سالنګ د افغانستان په اداري واحدونو څخه یوه ولسوالۍ هم ده. دا ولسوالۍ د افغانستان په شمال ختیځ کې پرته ده. سالنګ د هندوکش لوی غره(هندوکش د افغانستان تر ټولو لوی غر ګڼل کیږي، چې د
په جنوبي څنډه کې موقعیت لري او مساحت یې ۵۶۰ کیلومتره مربع دی. څلورکاله وړاندې یې د ټول نفوس کچه۳۰ زرو تنو ته رسېده.
ددغې ولسوالۍ په جنوب کې د جبل سراج ولسوالۍ، په لویدیځ کې د شینوارو ولسوالۍ، په ختیځ کې د کاپیسا ولایت او په شمال کې د پنجشیر ولایت له بغلان ولایت سره ګډه پوله لري. ویل کیږي چې د سالنګ ولسوالۍ د مرمرو د پام وړ کانونه لري.
په افغانستان کې لومړی او تر ټولو لوی تونل د سالنګ تونل دی چې ۲.۷ کیلومتره اوږدوالی لري او د همدې ولسوالۍ اړوندیږي، چې د هندوکش شمال له جنوب سره نښلوي. دغه تونل د سمندر له سطحې څخه د ۳۹۵۰ مترو په لوړوالي کې موقعیت لري. د دغه تونل د جوړولو چارې په ۱۳۳۷ کال کې پیل او له ۶ کلونو وروسته په ۱۳۴۳ کال کې پای ته ورسېدې. د دغه تونل په جوړېدو سره د افغانستان شمال له جنوب سره نښلوي چې دغه اوږد واټن یې ۱۱۰ کیلومترو ته رالنډ کړ. سالنګ تونل د شپږو شمالي ولایتونو ترانسپورتي او د شمال ختیځو ولایتونو لویه لاره ده.
د دې ولسوالۍ له شمالي غرونو څخه د سالنګ سيند، چې د هندوکش له غرونو په جنوبي غرونو لاره بېلوي؛ پیلیږي او د سویل لور ته تېریږي. د جبل سراج په ولسوالۍ کې د پنجشیر سیند او په چاریکارو ولسوالۍ کې د شتل او غوربند سیندونه د سالنګ له سیند سره یو ځای کیږي او په بګرامي ولسوالۍ کې د کابل له سمندر سره غاړه غړۍ کیږي.
ددې ولسوالۍ وګړي زیارکښنه دي، چې زیاتره یې په ټولنیزو چوپړونو بوخت دي. دا سیمه په ژمي کې سړه وي او د اوسېدو ګوزاره پکې سخته وي. حتی په ژمي کې د سالنګونو د تودوخې درجې تر منفي ۳۰-۴۰ رسیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button