څو شیبي دآهونوپه چم کې !!!

د مولوي سیدمحمد حقاني رح په باب زما تأثرات 

(جرس)                 

امام (ابن دقیق العیدرح) په خپل نفیس کتاب (شرح الالمام فی احادیث الاحکام )کې  څه ښه  لیکي :الارض لاتخلو من قائم لله بالحجة ،والامة الشریفة لابد فیها من سالک الی الحق علی واضح المحجة الی أن یأتی أمرالله فی أشراط الساعة الکبری / شرح الالمام فی احادیث الاحکام ۱۷،دارالمنهاج جده .

ژ:یعنې ځمکه به هیڅکله له  الهی برهان او دخدایي حجت له حامل څخه نه خالي کیږي ،په مرحومه امت کې به یو داسې سالک دتل لپاره وي،  چې په مستقیمه لاره باندې روان وي، تردې پورې چې دالله تعالی امر (قیامت)راشي .

که یوې خوا بلې خوا وګورو، نوپه ځمکه کې  د(امام ابن دقیق العیدرح)په عقیده  دقیامته پورې دیوه داسې سالک  شتون چې دحق ممثل او یوه بي بیلګې الګو وي ، که په ګرده ځمکه کې نوي، نو پخپله ټولنه کې خو یې ضرور موندلای  شو،  زما دمشاهدې په لنډه تنګه دنیاګۍ ددیندارۍ ،اخلاقو ،تواضع ،فداکارۍ او جهادي خدماتویوه داسې نمونه  چې دخپل ځان یو ښه مثال او بي بدیله شخصیت وي، نو بویه چې هغه به نن سبا زمونږ له لاسه لویدلې   مرغلره (مولوي سیدمحمد حقاني رح ) وي، چې ما پخپلو ګناهګارو ستروګوتراوسه پورې   له یو شهید شخصیت پرته  بله بیلګه نده کتلې ،تردې مخکې مې خپل یو نږدي سلف (حافظ الحاج مولوي محمدعزت الله عارف رح )داسې یو څوک کتلی و؛ او بیا مې دهغه له شهادته نږدي (۲۰)شل کاله پس بل داسې یو څوک دخپل خواږه ملګرې حقاني رح په شکل کې وکوت .

هسې خو مې ددروند شخصیت محترم مولوي سید محمد حقاني رح نوم دامارت دواک په کلونو کې ډیر ډیر اوریده، چې کله پاکستان کې سفیر و،کابل کې دخارجه وزارت معین و ،دارګ دادارې چارورئس و،خو هغه چې مې ورسره بلدتیا پیدا شوه او خواله مو سره پیل شوه، نو هغه وخت و،چې داسلامي امارت دفرهنګي چارو مرستیال شو،نوموړی مې ړومبی وار دکمیسون دمشاور صیب سره یوځای ولید او ترکتنې لږه شیبه وروسته پوه شوم، چې حقاني  رح دډیرو صلاحیتونو درلودونکی دی ،په ړومبي وار یې راسره داسې صمیمانه برخورد وکړ،چې مې  فکر کاوه، چې له کلونو کلونو نه راسره ملګری دی او ډیر ښه وخت مو ورسره تیر شوی ،په فرهنګپالنه کې خورا ډیر اغیزمن او دپخي تجربي خاوندو، چې به یې کومه  فرهنګي سټه  وکته، نو به یې ورسره له فرهنګي زاویي برخورد کاوه او تل به دتبسم او خندا نه داسې ډک و، چې تا به ویل چې دا به کله غصه شوی هم وي او که نه  !

په فرهنګی بهیر کې داسې  ګڼ موارد راغلي، چې مو پکې دده حوصله او حسن تدبر ازمویلی،خو په معیاري کچ ومیچ پوره او له هر پړاوه برمیال راوتلی .

له مشهور کابل میشتې ژورنالیست (وحید مژده) سره  دنوموړې خبرې مطبوعاتو ته راووتلې ،استخباراتي کړیو ښکاره او خپرې کړي ،ما لومړی ځل له (تاند)خپلواکې پاڼې څخه واوریدي ،چې څه وخت وروسته مې وکوت، ورته مې وویل دا خو عجیبه غوندې کار ونشو؟ده په موسکاراته وویل: چې پریږده، چې دنیا ته ښکاره شي ،چې داسلامي امارت د نفوذ مراندې دومره اوږدي غځیدلې دي، چې آن کابل کې دننه مو هم دهغه ځای ژورنالستان  خبرونه اومشورې اخلي ،او دې کې کومه ستونزه نشته ،وي دي ،ورته هک پک حیران شوم، چې دومره غټ کار او دده دومره ستره حوصله او جرأت !!

کله به یې رانه پوښتنه کوله ،چې کوم کوم ملګری لیکوال درسره ډیره قلمي مرسته کوي او کومه لږه ؟نوورته به مې دملګرتوب او دمشرتوب او کشرتوب له قیوداتو آزاده فضاء کې  وویل :چې دا او هغه !نو دمګړۍ به یې هغه ته تلفون وکړ،چې دا …..ده سره همکارې ډیره کړه ،دا شه ونازوه ، ….صاب خوپیژني که یا !! ورسره به یې په شونډو نرۍ مو سکا هم  غبرګه کړه ،بیا به یې ما سره دتلفون په لیکه کړ،ویل به یې چې اوس خو خوشحاله سوي !!(خندا ).

تیرکال راته محترم مولوي سید محمد حقاني رح تلفوني پیغام کې دبانکي نوټونو او رسید دیوې  فقهي مسئلې په باب  یوه  استفتاء راولیږله  ،آخر کې یې  ورته لیکلې وو چې ((بینوا توجروا))…..  (مافکر وکړ ،چې ګوندې هسې علمي ارزیابي مې کوي )نومې دمفتي محمد تقي عثماني رح په (البحوث العصریه او دمولینا خالدسیف الله رحمانی جدیدفقهي مسایل ) کتابونو حواله ورکړه ،سوال مې دتلفون له لارې ځواب کړ،نودمګړۍ یې تلفون کې راته  وویل چې :ډیر خوښ شوم (خدای ج دې علم کې برکت کشیږده )اوس نودزیاتونودشرعي  طریقې په هکله یوه ښه مقاله که ولیکي،نو ډیره به شه شي ! ویل ځینې خلک نور رسومات پکې کوي ،نوکه ته دا کار وکړي،اجربه دې هم وشي اوڅه اصلاح به وشي ، بیا به یې داسلام پاڼې له لارې ورته خپره کړو؛وعده مې ورسره وکړه ،خو هغه مهال مې څو مسجونه پدې باب ځواب کړل ،نورو مصروفیتونو راته، ددې مقالې دلیکلواجازه رانکړه ،خواوس به انشاءالله تعالی په کوم مناسب وخت کې له محترم حقاني رخ سره خپله ژمنه پوره کوم او دا مقاله به لیکم .

چې به اختر شو ،نو حقاني  صیب  به  ددې پر ځای  چې مونږ دمبارکۍ تلفون  ورته وکړو،نوموړی به هروخت راباندې مخکې کیده او دزړه له اخلاصه به یې راسره مبارکي وکړه ،پوښتنه اګینه به یې هم وکړه، نو به مونږ ترې ډیره خوشحاله او زمونږ په دعاوو کې به دده ستره ونډه وشوه .

ړړمبۍ لیدنه مې ورسره هغه مهال وشوه، چې کله دفرهنګي کمیسون مرستیال او وروستۍ لیدنه مې ورسره هغه وخت وشوه، چې نږدي داخرت په اوږده سفر رانه لاړ ،شپه مو سره یوځای وه، ډیرې سړې تودې مو سره یادې کړي ، دشپې  یې داسې خوږې خوږې خبرې، له تبسم نه ډکو کیسو او په موسکا ډوله شونډو داسې خبرې ته رنګ ورکاوه ،چې تابه ویل چې نور ګوندې رانه رښتیا رخصتیږې او دایې راسره وروستۍ شیبې دي ،ماورته کړه، چې د مورچل مجلې کالګڼه ده، مطالب لا ملګرو ندې رالیږلې ،ویل اوس یې درسره ګړوم، بیا یې همدا مهال په خپل تلفون راسره ځینې لیکوال ملګرې مخ اووهڅول ویل نور ….مال بس دی !جزاک الله خیرا .

حقاني صیب رح راته همدې وروستي مجلس کې وویل  ، چې  دمجاهدصاب یوه ښکلې مرکه مې ستا مجلې ته پیدا کړي، خولږه  اوږده ده ،څنګه به شي !ماورته کړه، چې هیڅ باک نلري، دوه ګڼوکې به یې خپره کړو، ډیر خوشحاله شو،بیایې  وویل چې نیټ ته به یې ړومبی ورکړوکه څنګه؟ ماورته وویل چې تکراري شئ خوند نه کوي ،ویې خندل ویل سمه  ته مورچل دې ړومبی خپره کړي ،بیا پاڼه ،چې دادی همداسې مووکړل ……

 

دسبا پریکړه :

ددې شبې په سهار مو سره فیصله وکړه، چې حقاني صیب رح چې دکوم کار لپاره راغلی، هغه به سرته ورسوي اوبنده به  دمجلې دکالګڼې لپاره مطالب برابرکړي،خوچې کله حقاني رح احوال راکړي نوټول ملګرې به سره یو ځای کې ټول شو او دده په ویاړبه یو ناستی چیرته وکړو،وخت نا وخت به مو سره تلفوني تماس نیوه ،چې ملګرو وویل چې مریض شوی ،پوښتنه مې ترې  تلفون کې وکړه ،چې که تکلیف زیات وی  زه درځم ،ویل هسې معمولي زکام یم ، ته مه راځه بیا احوال درکوم ،دوه  تلفوني  پیغامه چې له نیکه مرغه  اوس مې هم له ځانه  سره دده دیادښت په خاطر  ساتلې، راته یې پکې ولیکل، چې ته اوس مه راځه ،بیا زه احوال درکوم ،خو هاغه دچا خبره، زړه مې صبر ونه  کړ ،ورغلم، چې ګورم هسپتال کې بستر دی ،په دوه ولګیدم ،ما ل اخ دا څه وینم اوڅه ګورم ؟که ګورم هغه لویه هستې، ددایمي مخه ښې لپاره له دوستانو اجازه غواړي ،که ګورم چې دهغه  شاهکارې غزالې سترګې له اوښکو ډکې او له ډیرې حیاء نه چاته نشي کتلای ! خو ملګرو ته دپردیسۍ په حالت کې دسر په اشارو د واع وداع کلمې  ضبطوي !که ګورم چې نن هغه لوړ دنګ  (حاجي سلیم ) دمرګ په بستر پروت او دپورته کیدواو چاته دښه راغلاست وسه نلري ! که ګورم چې نن هغه له موسکا ډکه خوله او ورین تندی اوس دخاورو سره خاپړې کوي !که ګورم چې اوس هغه دحوصلې غر ،دجرأت منار ،دجهاددیپلوماسۍ او فرهنګ ځلانده ستوری،  دآسمان له افقه پریوځي !که ګورم چې نن هاغه ډاډ ،هغه تکیه ،هغه قلم ماتیږې، چې به مو دده په هڅونه او تشویق پنځونې کولې او به مو دده په دعاووپرمختګونه کول ،بس هغه لاړ !!هغه نور نه راځي ! هغه رانه خفه شو!هغه نور دې نیمګړي دنیا کې نه اوسیږې !هغه حورو ته ځانته وغوښت !هغه  ته خپل خالق نوره هغه دنیا خوښه کړه !

هغه نور دادحسرتونو دنیاګۍ پردۍ ګڼي اوخپل اصلي ټاټوبي ته ځي !هغه لاړ هو هغه لاړ!!

آه خدایه ج !قلم مې څه نشي لیکلای !

آه خدایه ج !قلم مې ګوتو کې ریږدي!

آه خدایه ج!  دا څنګه نیمګړې دنیاګۍ ده، چې دا سې متواضع ،فقیر مزاجه ،له خندا ډک ،خواخوږی او مجاهدحقاني رح یې هم راباندې ونه لوراوه ،پریږده! چې دا جهاد خو یو وار خپل منزل مقصود ته رسیدلی وی ! پریږده چې دې سپین کاروان خو یو واربیا  دکابل په ارګ داسلام سپین بیرغ رپولای وی !پریږده چې یو وار خو حقاني صیب په خپلو سترګوخپل هیواد کې شرعي نطام لیدلای وی !پریږده چې یو واردجهاد دفرهنګي قافلې دا سرخیل دمیوند دنګ څلې ته هسک شوی اودنیاوالو ته یې غږ کړی وی ،چې ای دنیاوالو! ای نړیوالو! اسلامي امارت  دقرآن قانون غواړي ،سوله غواړې په امن کې دمسلمانانواوسیدل غواړې ،جها د یو فریضه  ده ،ترهګري نده ،دا دفاع ده، تعرض اویرغل ندی او…………او……………..او…………..

خوکاش!

مرګیه !چې لږ خو دې راته زما( سلیم حاجي) پریښی وی ،چې یو ځل خو یې خپل ماشومان ،اولادونه او کونډه  مور لیدلای وی! دا خو مسافر و،داخو میلمه و!داخو جهادي کار پسي وتلی و!ای کاش ..ای کاش……….ای کاش…………

خدایه ج ته یې په خپلو رحمتونو کې راونغاړه !

خدایه !ج ته یې دشهیدانو صف کې حشرونشر وکړه !

خدایه!ج ته یې فرهنګیانوته نعم البدل ورکړه !

خدایه !ج ته یې ارمانونه پوره کړه !

خدایه ج !ته یې اهل وعیال ته ،ملګرو ته او همسنګرو ته صبرجمیل ورکړه !!

آمین ثم آمین ثم آمین !

 

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button