بېړنی خبر: وزیر اکبرخان کې درنه چاودنه شوې او جګړه پیل شوه

عزم (سه شنبه، مرغومی ۱۵مه، ۱۳۹۴ ل)کابل نه بېړني راپورونه وايي، چې د وزیر اکبر خان په لسم سرک لومړی درنه چاودنه وشوه او ورپسې سمدستي جګړه پیل شوه .

د سیمي خلک وايي چاودنه ډیره زوروره وه د لسم سرک اړوند شاوخوا د کورونو شیشې يې ماتې کړې، څو شېبې وروسته د انفجار ځای سره جګړه پیل شوه .

د یادوني وړ ده چې د پېښې ځای دقیق نه ده تثبیت شوی چې د دغو بریدونو اصلي هدف کوم ځای دی .

نور جزئیات به وروسته پرلیکه شي .

خالدوفا

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button