جنرال دوستم: که مو غوښتنې ونه منل شي دولت به وننګوو

عزم (پنجشنبه، سلواغې ۱۵ مه، ۱۳۹۴ ل): د ولسمشر لومړی مرستيال عبدالرشيد دوستم وايي چې له دولت څخه خپه دی او که هغوی يې غوښتنو ته پام ونه کړي له سخت غبرګون سره به مخ شي.
د جنبش ملي د ګوند وياند بشير احمد تيينج وايي چې د ياد ګوند بنسټګر او د ولسمشر لومړی مرستيال عبدالرشيد دوستم وايي چې ارګ مونږ سره کړې ژمنې تر اوسه نه دي عملي کړي خو که له دې وروسته هم په همدې حال غلي پاتې شول؛ نو حکومت به د خپلو پلويانو په مرسته له سختو ننګونو سره مخ کړي.
تيينج د جنرال دوستم له لوري حکومت ته د ورکړل شويو طرحو په اړه وويل چې ډېر مخکې حکومت ته د هغه طرحې وړاندې شوي دي خو د دولت له ژمنو سره سره بيا هم نه دي عملي شوي.
د وياند په وينا د جنرال دوستم د نورو غوښتنو سربېره مهمه غوښتنه په دولت کې د ترکمن قوم کمه ونډه ياده شوې ده چې د جنرال دوستم د خپګان تر ټولو مهم لامل همدغه بلل شوی دی.
وياند زياته کړه سره له دې چې ترکمن قوم د اشرف غني د کمپاين پر مهال ډېرې هلې ځلي کړي دي خو په رياستونو، معينتونو او سفارتونو کې د ترکمن قوم وګړي کم تر سترګو کيږي، چې د ترکمن قوم همدغه کم نفوذ دجنرال د خپګان سبب ګرځېدلی دی.
ديادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم له کابل څخه داسې ګنګوسې خپرې شوې وې چې ګواکې د ولسمشر لومړی مرستيال له حکومت څخه خپه شوی دی خو اوس څرګنده شوه چې د ولسمشر او لومړي مرستیال تر منځ يې ستونزې رښتينې دي.