د افغانستان وتلی سندر غاړی حیات ګردیزی د ورپيښې ناروغۍ له امله ومړ

د افغانستان د هنرمندانو د اتحادیی پر مشر حیات ګردیزي تیره ورځ د زړه حمله راغلې وه. ګردیزی په بیړني توګه کابل کې روغتون ته یوړل شو، خو په روغتون کې یې ساه ورکړه.
د مدني ټولنو غړیو، خبریالانو او فرهنګیانو دهغه په مرګ خواشیني څرګنده کړې، او د هغه مړینه یې د هېواد د هنر او فرهنګ لپاره ستره ضایعه وبلله.
حیات ګردیزی ۶۱ کاله مخکې د پکتیا ولایت په احمد اباد ولسوالۍ کې زیږیدلی و .
هغه په ۱۸ کلنۍ کې پر سندرو ویلو پیل کړی و،لومړی یې په حجرو او مجلسونو کې شوقي سندرې ویلې ،
خو وروسته یې راډیو تلویزیون ته مخه کړه.
هغه په سلګونو بیلا بیلې ملي، حماسي، سیمه ییز او وطني سندرې ویلي دي
او د اتڼ سندرې یې ډېرې مشهورې وې.
حیات ګردیزی له تیرو څو کلونو راهیسې دافغانستان د هنرمندانو د اتحادیې د مشرۍ دنده په غاړه لرله.

Show More

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button