هلمند کې طالبانو پوسته نیولې ۱۶ عسکر یې وژلي

عزم : (جمعه، سلواغې ۱۶مه، ۱۳۹۴ ل): د هلمند ولایت نه په تر لاسه شوي خبر کې ویل شوي ، بیګاه شپه ۱۲ بجې وسله والو طالبانو د سنګین ولسوالۍ اړوند د حاجي امین اکا شېلې په خله کې د عسکرو په پوسته د درنو او سپکو وسلو بریدونه کړي .
خبر وایي ، د طالبانو له بریدونو وروسته سخته جکړه ونښته  چې د شپې تر ۳ بجو پورې دوام وکړ، په جکړه کې پوسته د طالبانو لاسته لوېدلې او ۱۶ عسکر وژل شوي.
وسله والو طالبانو په لیږلي ایمیل کې ویلي،  د دښمن په پوسته مو د درنو او سپکو وسلو بریدونه کړي .
طالبان وایي ، د بریدونو په ترڅ  کې ددښمن یوه پوسته نیول شوې او ۱۶ عسکر وژل شوي.
همداراز طالبان وایي، د دښمن یوه شوبله سوځول شوې ، ۳ امریکایي ثقیلان ، ۳ راکټونه ، لس امریکایي توپکونه له دښمن څخه په غنیمت نیول شوي دي.
طالبان وایي ، په جکړه کې زمونږ مجاهدین  هیڅ تلفات نلري.
د یادې جکړې په اړه تر دامهاله سیمه ییزو چارواکو څه ندي ویلي.
اصف افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button