الشباب تنظیم په صومالیا کي استراتيژيک ښار نیولی

په صومالیا کي د الشباب اسلامي تنظیم یو مهم استراتيژیک ښار مرکا نيولی دی.

د ښار اوسیدونکي وایي، چي نن له غرمې وړاندې د مرکا له ساحلي ښار څخه دافريقايي او صوماليايي پوځیانو تر وتلو وروسته دالشباب وسله والو په دغه ښار ولکه وکړه.

د مرکا ښار د ۲۰۱۲ کال په اګسټ میاشت کي د افريقايي اتحاديې پوځیانو له الشباب څخه ونیو، چي نن له جګړې پرته د الشباب وسله والو په ښار ولکه وکړه.

دشبيلي ولایت مسوول ابراهیم ادم ویلي، چي دالشباب وسله والو دمرکا ښار له جګړې پرته ونیو.

د مرکا ښار له پلازمیني موګادیشو څخه ۹۰ کيلومتره جنوب پلو پروت دی، چي د الشباب له لوري يې نیول د افريقايي پوځیانو لپاره ستره ماته بلل کیږي.

دښار اوسیدونکو ویلي، چي دالشباب وسله والو ښار ته تر ننوتلو وروسته په دولتي ودانیو او پوځي مرکزونو خپل بیرغونه پورته کړل او خلکو ته یې د امن ډاډ ورکړ.

په دې وروستیو کي د افريقايي اتحاديې پوځیان له یوشمېر سیمو څخه په شا شوي دي.

ویل کیږي، چي افريقايي پوځیانو وروسته ترهغه زیاتي سیمي پرېښودلې، چي کله څو اونۍ وړاندې دکینیاپولي ته څېرمه دالشباب په یوه برید کي تر ۱۰۰ پوري کینیايي پوځیان ووژل شول.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button