د انسي شیطانانو سنګسار

خط اول..
د ایټالیا په پایتخت روم کې یوې خبریالې له هغه وروسته د امریکا په خارجه وزیر جان کیري د سنډل ګوزار وکړ کله چې جانکیري د داعش په خلاف د مبارزې لپاره د نړیوالې پوځې مرستې غوښتنه مطرح کړه.
خبریاله چې له غوسې د مچۍ غوندې بوڼېده جان کیري ته یي په سپینو او واضحو ټکو وویل چې شرم وکړه چې دلته دداعش سره د مبارزې خبره یادوې! داعش خو همداتاسو امریکایانو جوړ کړ. همدا ستاسو سي آی اې ورته زمینه برابره او تدارکاتي ملاتړ یي وکړ. همدا تاسو په خپلو تبلیغاتو وپړساوو او نړۍ ته مو ترې ببو ساز کړ. اوس په کومه خوله ورسره د مبارزې خبره یادوئ؟؟؟
له دې توندو او ترخو خبرو وروسته خبریالې خپل د تیرو مښوکو سنډل ته لاس کړل او جان کیري یي تر برید لاندې ونیو، خبریاله وروسته امنیتي کسانو له تالاره وایسته خومعلومه نه شوه چې نوموړې په خپل ګوزار نښه وویشته او که وار یي خطا لاړ .
په جان کیري دغه برید داسې مهال کیږي چې له دې یوه ورځ وړاندې د نوموړي انډیوال اشرف غني هم په کندهار کې سخت ودګل شو او د تشریفاتو مشر یي د سوکانو او لغتو تر برید لاندې راغی.
د یادونې وړ ده چې د منحرفواو ظالمو سیاسي رهبرانو د ویشتلو او سنګسار پيښې له هغه وروسته زیاتې شوه کله چې څو کاله وړاندې د عراقي خبریال منتظر الزیدي لخوا د نړۍ په ستر شیطان جارج ډبلیو بوش باندې د بوټ ګوزار وشو او ورسره په سختو ټکو د عراقیانو په ټولوژنه پړ وبلل شو.
که د نړۍ د معاصرو حاکمو سیاسیونو عمل ته وکتل شي، ددوی تزویرونه، ظلمونه، وحشتونه،بي رحمۍ، له انسانیت سره جفاوې او بیلابیل ناشایسته او زیان اړونکي اعمال دقیق مطالعه شي نو په جرأت سره ویلی شو چې دغه حاکم طواغیت انسانان نه بلکې د انسانانوپه جامه کې شیطانان دي چې ددې عصر انسانیت یي یرغمل کړی او د خپل شیطاني مزاج موافق ورباندې د ظلم او منافقت سرچپه میچنې چلوي.
دوی له انسانیت سر دښمنۍ ته داسې ملا تړلې لکه شیطان چې له انسان سره د تلپاتې دښمنۍ تعهد کړی و، دوی دانسانیت د بدمرغۍ لپاره هیڅ ډول ظلم او تعدا څخه نټه نه ده کړې ، دوی د هرې بدمرغۍ سکروټه بله ساتلې، دوی په ټول جهان خصوصا اسلامي نړۍ کې د بې رحمانه جګړو او شخړو لمبې بلې کړې دي، انسانیت ته د دوی وروستی ارمغان هغه فتنه وه چې د مصر، لیبیا، عراق او شام غوندې ګلورین هیوادونه یي په کې لولپه او په وینو خړوب کړل.
دوی لا هم د فتنې په دغه اور کې اورلړوني وهي، دوی نیت لري چې پاته اسلامي نړۍ هم په دې لمبو کې وسوزوي،دوی جزیرة العرب ، ترکیه او نورو هیوادونو ته هم بدې ارادې لري، دوی لکه څرنګه چې افغانستان په اور کې لولپه کړ همداسې یي د شیعه او سني د نزاع په ويښولو سره یمن هم د اور په لمبو کې ونغاړه .
که د کفري نړۍ د معاصرو واکمنو دغو اعمالو ته وګورو چې دوی له انسانیت سره څومره کینه لري، د انسانانو د بدمرغه کولو لپاره څومرو په جدیت کار کوي او ډول ډول دسیسې په کار اچوي. نو په یقین سره ویلی شو چې دغه انسانان نه بلکې د انسان په پوست کې شیطانان دي چې باید وویشتل شي اود جمرة العقبې غوندې سنګسار شي.