په فوځي تمریناتو کې ۱۸۹ امریکایي عسکر وژل شوي

عزم (دوشنبه ۱۶ سلواغه ۱۳۹۶)
امریکایي رسنۍ وایي په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۶ کال کې ۱۹۸ امریکایي فوځیان وژل شوي چې له دې جملې یې ۱۰۹ په ۲۰۱۶ او ۸۰ یې په ۲۰۱۷ کال کې وژل شوي دي.
د دغو امریکایي فوځیانو د وژلو خبر داسې وخت ورکول کیږي چې امریکایي چارواکو تیر دوه کلونو کې یوازې د ۶۷ امریکایي فوځیانو وژل مني چې له دې جملې یې ۲۹ په افغانستان کې وژل شوي.
د دغو امریکایي فوځیانو علت تر ډیره د سختو تمریناتو او د امریکایي جګړئیزو وسائلو زوړ والی ښودل شوی چې ترمخه هم د امریکایي طیارو د زیاتو پروازونو له امله د ترمیم غوښتنه شوې وه چې زیاتې پرزې یې زړې ښودل
شوې وې.
امریکایي چارواکي په داسې حال کې د دومره فوځیانو د وژنې خبر ورکوي چې امریکایي ولسمشر افغانستان کې یو ځل بیا د جګړې ډګر ته د راګرزیدلو خبر ورکړی.