طالبانو په څلور اړخیزو غونډو کې دخپلو استازو ګډون رد کړ

عزم : (شنبه ، کب ۱۵مه، ۱۳۹۴ ل):وسلوالو طالبانو په څلور اړخیزو غونډو کې دخپلو استازو نه ګډون تائید کړ  دطالبانو دویاند قاري محمد یوسف احمدي له لوري رسنیو ته په لیږل شوې اعلامیه کې راغلي چې ددوی مشر  ملا اختر محمد منصور هیچاته هم په غونډه کې دګډون کولو وظیفه نه ده سپارلې .

طالبانو ویلي چې له یوې خوا امریکا تازه دمه ځواکونه رالیږي بمباردونه کوي او چاپې وهي له بلي خوا دکابل ادارې په مختلفو ولایتونو کې پراخ عملیات پیل کړي دي چې له امله یې په زرګوو کورنۍ  بې ځایه شوي او ورسره دڅلور اړخیزو غونډو جریان او تبلیغات په قوت سره جریان لري .

دطالبانو په وینا چې ددوی سیاسي دفتر له پیله دمذاکراتو په جریان کې نه دی اچول شوی

اعلامیه کې راغلي دي  چې :« دغه دوه متضاد حرکتونه په داسې حال کې جریان ته لویدلي دي  چې داسلامي امارت سیاسي دفتر له پيله څخه  دمذاکراتو په اړه په جر یان کې نه دی اچول شوی او نه هم دافغاني مطرحو شخصیتونو غوښتني په پام کې نیو ل شوي دي.»

څلور اړخیزي غونډي دملي وحدت دحکومت دمشر اشرف غني په هڅو پيل شوي چې تر اوسه یې څلور  غونډي تېري شوي او ټاکل شوې چې بله غونډه یې دمارچ په لسمه اسلام آباد کې جوړه شي .

دطالبانو تازه اعلامیه داسي مهال مخي ته  راځي چې نن دافغانستان دبهرنیو چارو دوزارت دویاند مرستیال ویلي چې راروانه غونډه کې به له طالبانو سره مخامخ خبری وکړو .

خیرالله آزاد وایي : « دوی د دې خبرو پر چمتو کولو بوخت دي او په وینا يې د «طالبانو» له یو با صلاحيته پلاوي سره به مخامخ خبرې وکړي.»

دا په داسي حال کې چې طالبانو په خپله اعلامیه کې ویلي چې هغه «آوازې او افواهات» چې په غونډه کې ګډون کونکي دي ددوی دمشر ملا اختر محمد منصور په امر ګډون کې په کلکه ردووو

طالبانو په خپله اعلامیه کې خپل پخوانی دریځ چې دقطر هیواد پلازمېنه دوحه کې یې دپګواش مؤسیسې له لوري په جوړه شوې غوڼډه کې څرګند کړی وو تکرار کړی دی .

په اعلامیه کې رځي : « اسلامي امارت لکه څرنګه چي یې دپګواش په کانفرانس کې وضاحت وکړ اوس یو ځل بیا هم هغه دریځ تکراروي، تر څوچې دافغانستان اشغال پای ته نه وي رسیدلی، تورلستونه نه وي ختم شوي او مظلوم بندیان نه وي ازاد شوي، بي مفهومه او تیر ایستونکي مذا کرات به هیڅ نتیجه هم ور نه کړي، »

دطالبانو دوروستۍ اعلامیې په هکله تراوسه افغان دولت څه نه دي ویلي

جاوید احمد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button